کمپاین اهدای خون

د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت د وینې د ډالۍ کولو کمپاین په بریالیتوب سره پیل کړ

د وینې د ډالۍ کولو دغه کمپاین د ۱۳۹۵ کال د لړم میاشتې په ۱۱ نېټه چې د ۲۰۱۶ کال د نوومبر میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، د کابل په نوي ښار کې د ام ټي ان افغانستان په مرکزي دفتر کې ترسره شو. د دغه کمپاین اصلي موخه له هغو ناروغانو سره مرسته کول وو چې وینې ورکولو ته ډېره اړتیا لري او د ژوند په هره ستونزمنه شېبه کې زمونږ د وینې سخاوتمندانه ورکړې ته انتظار باسي، چې په پیسو یا د بل څه په بدل کې یې نه شي رانیولی او همدا راز باید په هغه ټولنه کې د مرستې او د ګډ مسئوولیت د احساس کلتور ته وده ورکړو چې مونږ پکې ژوند کوو.

د ام ټي ان افغانستان له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو کارکوونکو، چې د دغه شرکت د رئیس ښاغلي حسن جابر په ګډون پکې د مختلفو منصبونو کارکوونکو ګډون درلود، په دغه کمپاین کې په داوطلبانه ډول ونډه واخیسته، چې ۶ ساعته وخت یې ونیو او ۸۰،۰۰۰ سي سي وینه پکې راټوله شوه.

د ام ټي ان افغانستان اجرائیه رئیس ښاغلي حسن جابر د دغه کمپاین پر مهال وویل: د وینې ډالۍ کول زمونږ د ژوند تر ټولو ارزښتمنده ډالۍ ده چې مونږ یې خپلې ټولنې ته ورکوو او پرته له دې چې الله ج مونږ ته د دغې قربانۍ اجر او بدل راکړي، په نړۍ کې بل هېڅ شی نه شي کولی چې د دغې ډالۍ بیه پوره کړي. هغه همدا راز زیاته کړه چې په افغانستان کې له خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر مخ بیولو سره سره مونږ دا یو مسئوولیت او اخلاقي رسالت ګڼو چې د هغې ټولنې له بېوزله او ناچاره وګړو سره مرسته او ملاتړ وکړو چې مونږ پکې فعالیت لرو. نوموړي همدا راز د خپلو خبرو په پای کې د ام ټي ان خیریه بنسټ د فعالیتونو او لرلید او د ټولو هغو کارکوونکو ستاینه وکړه چې په داوطلبانه ډول یې د خپل دیني او اخلاقي مسئوولیت په احساسولو سره د وینې ډالۍ کولو په دغه سپېڅلي کمپاین کې ونډه واخیسته.

د ام ټي ان افغانستان د موسسوي خدماتو عمومي مدیر او د ام ټي ان خیریه بنسټ مسئوول ښاغلي هدایت الله زاهد وویل: څنګه چې د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت تل تر ټولو مهم لومړیتوبونه په نظر کې نیسي او د ټولنې اړتیاوې په کټګوریو وېشي، له همدې امله یې دغه ځل د وینې ډالۍ کولو نوښت پيل کړ ځکه چې د تلیسیمیا او کانګو عاجلو ناروغانو ته د وینې ورکول اړین او ډېر مهم دي. نوموړي همدا راز د ټولنې نور وګړي چې روغ صحت لري، وهڅول چې خپلو اړمنو ورونو او خوېندو ته د خدای ورکړي نعمت وینې ورکولو لپاره خپل لستوڼي پورته کړي چې ښايي د هغوي ژوند وژغورل شي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت تل د هغو خلکو صادقانه خدمت ته ځان رسولی دی چې په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي، د مستحقو زده کوونکو لپاره یې ۵۰۰ بورسونه، په بغلان ولایت کې د کمپلو، تودو جامو او نورو اړینو توکو او اسبابو وېشنه او د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د ام ټي ان خیریه بنسټ د ګرځنده کلینیک او طبي عملې استونه تر څو د زلزله ځپلو خلکو عاجله طبي درملنه او مرسته وکړي او همدا راز زلزله ځپلو او جنګ ځپلو ته د کمپلو، تودو جامو او خوړو وېشنه، د جومات په نوي کولو او پراخولو کې مرسته کول، د کابل د لېسو زده کوونکو ته د قرطاسیې او د زده کړې د نورو اړینو موادو وېشنه، د ۲۱ ورځو یلو پاملرنې تر پروګرام لاندې په کابل کې د دارالایتام د ټولګیو رنګول او نوي کول او همدا راز ورته د کمپيوټر خونې جوړول، چې هر کال د جون له لومړۍ نېټې څخه پيل کيږي او په ټولو هغو ۲۱ هېوادونو کې ترسره کیږي چې ام ټي ان پکې فعالیت کوي، ترسره کړي دي او دا د ام ټي ان افغانستان د خدمتونو فوق العاده بېلګې دي.

په پای کې د افغانستان د وینې د مرکزي بانک استازي د ام ټي ان افغانستان د دغه نوښت ډېره ستاینه وکړه او ویې ویل: د ام ټي ان له لورې دغه ډول کمپاین ثابتوي چې نوموړی شرکت په افغانستان کې یوازې خپل سوداګریز فعالیتونه پر مخ نه بیايي، بلکې د ټولنې د اړو او ناچاره خلکو د ژوند د ښېګڼې او خوندي کولو لپاره هم د مسئوولیت احساس کوي او زه د خپلې ادارې له لورې تاسو ته ډاډ درکوم چې د ام ټي ان د کارکوونکو له لورې ډالۍ شوې او راټوله شوې وینه به د مستحقو خلکو لپاره په وړیا ډول ووېشل شي.

دا څووم کمپاین دی چې د ام ټي ان افغانستان له لورې د وینې ډالۍ کولو لپاره د افغانستان د وینې بانک په همکارۍ ترتیبیږي.