مطبوعاتي اعلامیه

ام ټي ان افغانستان ۵۰۰ تنه افغان زده کوونکو لپاره د وړیا زده کړو فرصت چمتو کوي

د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت د ام ټي ان خیریه بنسټ تر نوم لاندې په مختلفو څانګو کې ۵۰۰ تنه افغان نارینه او ښځینه زده کوونکو ته د وړیا زده کړې فرصت چمتو کوي. د دغه نوښت موخه له هغو مالي بېوزلو زده کوونکو یا د لږ عاید درلودونکو کورنیو غړو سره مرسته کول دي چې غواړي په مختلفو څانګو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. هغه زده کوونکي له دغه پروګرام څخه ګټه اخیستلی شي چې خپلې زده کړې په شخصي لګښت نه شي کولای.

دغه پروګرام د ځوانانو چارو د معینیت او د پوهنې وزارت او د کابل په ولسوالیو کې یې د څانګو په همکارۍ رامنځ ته شو او یادو شوو درنو ادارو ام ټي ان افغانستان ته د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه ۱۵۰۰ تنه علاقمند نوماندان وروپېژندل، ازموینه د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر پر ۲۸ مه نېټه په ډېر مسلکي او راڼه چاپېرل کې واخیستل شوه او د ام ټي ان د استازي او د شاهین انسټیټیوټ د ادارې تر څارنې لاندې ترسره شوه، چې زده کوونکي به پکې زده کړه وکړي.

په پای کې له ۱۵۰۰ تنو څخه ۵۰۰ تنه زده کوونکي وړ وبلل شول چې په مختلفو برخو کې د ډېپلومې د دغه یو کلن پروګرام له لارې یې وړیا زده کړو ته لار ومونده؛ دغه ډېپلومې د معلوماتي ټکنالوژۍ، انګلیسي ژبې او سوداګرۍ په برخو کې دي. د زده کړې دغه پروګرام به د کابل په یوه له غوره انسټیټیوټونو، شاهین انسټیټیوټ، کې پر مخ یووړل شي چې د پوهنې وزارت او د افغانستان د پانګه اچونې د ملاتړ ادارې (آیسا) د اجازه لیک او غوره لېکچررانو درلودونکی او د کابل ښار په اتمه ناحیه کې موقعیت لري.

د ام ټي ان افغانستان د مخابراتي شرکت عمومي رئیس، ښاغلي حسن جابر او د دغه شرکت د موسسه يي خدماتو د څانګې رئیس، ښاغلي هدایت الله زاهد، د پروګرام په پرانیستغونډه کې وویل: د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت ادارې په حساسو حالتونو کې د افغان ځوانانو د زده کړې او ودې د اهمیت ارزښت پېژندلی دی، له همدې امله مونږ د وړیا زده کړې پروګرام غوره او رامنځ ته کړ. نوموړي زیاته کړه: د علم په ګاڼه د یوه شخص سنبالول یا ورته د زده کړې فرصت چمتو کول په حقیقت کې د یوې بشپړې کورنۍ یا آن د بشپړې ټولنې پیاوړي کول دي او ام ټي ان افغانستان په بشپړ ډول د خپلو غوره وړتیاوو په کارولو او نه ستړي کېدونکو هڅو په کولو سره افغان ځوانانو ته د وړیا زده کړې د چمتو کولو لپاره ژمن دی.

د پوهنې وزارت استازي، ښاغلي ...، وویل: زه د زړه له تله په داسې یوه پروګرام کې په برخه اخیستنې د خوښۍ احساس کوم، چې یوازې د افغان ځوانانو پر زده کړه او وده تمرکز کوي. څنګه چې تاسې ښه پوهېږئ چې د ځوانانو د غښتلتیا او پیاوړتیا لپاره کلیدي فکتور زده کړه ده او پر ځوانانو پانګونه نه یوازې له دغه پروګرام څخه له ګټه اخیستونکو یا د هغوي له کورنیو سره مرسته کوي، بلکې په حقیقت کې دا د بشپړ هېواد له اقتصادي او پوهنیزې ودې سره مرسته ده. هغه زیاته کړه: زه په ریښتیني ډول د ام ټي ان افغانستان له لورې د یوه نوښت په توګه د دغه پروګرام د جوړولو ستاینه کوم او د شخصي سکتور نور غړي هڅوم چې د ام ټي ان افغانستان پر پل، پل کېږدي او زمونږ د ځوان نسل د پرمختګ او ودې په برخه کې فعال ګامونه پورته کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت د زده کړې دغه ډول یو پروګرام جوړوي، له دې وړاندې هم ام ټي ان افغانستان په همدې انسټیټیوټ کې ۲۹۰ تنو وړ افغان نارینه او ښځینه زده کوونکو ته د وړیا زده کړې پروګرام چمتو کړی و، چې پایله یې ډېره ګټوره وه.

د یادونې وړ ده چې د ام ټي ان خیریه بنسټ د ام ټي ان افغانستان د مخابراتي شرکت تر ادارې لاندې رامنځ ته شوی دی، چې په بېلا بېلو برخو کې د ټولنې د پیاوړتیا لپاره چارې پر مخ بیايي لکه د وړیا زده کړې د فرصت په چمتو کولو سره د افغان ځوانانو پیاوړي کول، یتیمانو لپاره د مجهز او عصري کمپيوټر لب جوړول، د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا رغونه او رنګول، د ښوونځیو زده کوونکو ته د وړیا درسي موادو او قرطاسیې چمتو کول او په کابل ښار کې د کمپیوټر د بنسټیزو پروګرامونو وړیا روزنه ورکول. د ام ټي ان خیریه بنسټ همدا راز د اړو او بېوزلو خلکو لپاره هم مرستې چمتو کوي لکه، د تلیسیمیا او کانګو ناروغانو لپاره د وینې ډالۍ کول، په بغلان ولایت کې د کمپلو، تودو جامو او نورو اړینو توکو او موادو وېشنه، ننګرهار ولایت ته د خلکو د عاجلې طبي درملنې او له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه له ګرځنده کلینیک سره د دغه بنسټ د طبي عملې لېږنه، د جګړې له امله بېځایه شوو او زلزله ځپلو خلکو ته د کمپلو، تودو جامو، خوړو او اوبو وېشنه، د نیالګیو کېنول، د چاپېریال د نړیوالې ورځې، د مخدره توکو پر ضد د پروژې او یتیمانو سره د اولمپيک لوبو په برخه کې مرسته کول. نوموړی خیریه بنسټ د جوماتونو د بیا رغولو او پراخوالي په چارو کې هم فعاله ونډه لري او همدا راز په ټولو هغو ۲۱ هېوادونو کې، چې ام ټي ان پکې فعالیت لري، د ۲۱ ورځې یلو پاملرنې تر نامه لاندې کلنی کمپاین هم ترسره کوي چې د جون میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل او ۲۱ ورځې دوام کوي.