اس ار اس

د ام ټي ان رومېنګ محلي لګښت

Seamless Roaming Phase I (په نښلېدلو کې له قطع کېدلو پرته د رومېنګ لومړی پړاو) د ام ټي ان د مخکې اداینې ګډون کونکو ته وړتیا ورکوي چې په ۶ هېوادونو کې د سفر پر مهال په ازادانه توګه پرته له جغرافیايي واټنونو د محلي حساب زیاتونې له لارې د اړیکو او پیغامونو د استولو او ترلاسه کولو لپاره د رومېنګ له عادي بیو څخه ګټه واخلي.

د رومېنګ د محلي حساب زیاتونې خدمت به ګډون کونکو ته وړتیا ورکړي چې د رومېنګ پر وخت هر هغه هېواد ته د سفر پر مهال چې ام ټي ان پکې فعالیت لري، خپل د مخکې اداینې حساب د حساب زیاتونې د محلي کرېډټ کارټونو له لارې زیات کړي.

هغه هېوادونه چې ام ټي ان پکې فعالیت کوي په دې ډول دي: (افغانستان، ایران، یمن، سوډان، قبرس او سوریه).

پوښتنې

د ام ټي ان یوه نړۍ (لومړی پړاو) څه شی دی؟

ځواب: د ام ټي ان یوه نړۍ (لومړی پړاو) هغه خدمت دی چې د ام ټي ان د مخکې اداینې پېرودونکو ته د ام ټي ان تر پوښښ لاندې ۶ هېوادونو کې فرصت ورکوي تر څو ټلیفوني اړیکه ونیسي/ ترلاسه کړي، لیکلي پیغامونه واستوي یا یې تر لاسه کړي او همدا راز په نوموړو ۶ هیوادونو کې د حساب زیاتونې د کارت په وسیله د خپل ټلیفون کرېډټ زیات کړي. د ام ټي ان تر پوښښ لاندې ۶ هیوادونه عبارت دي له افغانستان، ایران، یمن، سوډان، قبرص او سوریې څخه.

پوښتنه: آیا زه به وتوانېږم چې خپل حساب د هغه هېواد د کریډټ کارټ پوسیله زیات کړم چې زه ورځم؟

ځواب: هو، تاسو به وتوانېږئ چې د هغه هیواد د ام ټي ان د کريډټ کارټ پوسیله خپل حساب زیات کړئ. د حساب زیاتولو لپاره *۲۲۲*د کارت شمېره# او بیا د OK تڼۍ کېکاږئ.

سیسټم به د کریډټ کارټ ارزښت افغانیو ته واړوي او په عین ارزښت به ستاسو حساب زیات شي.

پوښتنه: آیا زه به وتوانیږم چې په هغه هیواد کی خپل کریډټ معلوم کړم چې زه ورځم؟

ځواب: هو، تاسو به وتوانیږئ چې په هغه هیواد کې خپل کرېډټ معلوم کړئ چې تاسو ورځئ. د حساب معلومولو لپاره *۷۸۹# ډایل او د ok تڼۍ کېکاږئ.

پوښتنه: آیا زه به وتوانېږم چې افغانستان ته له راستنیدلو وروسته هغه کریډټ وکاروم چې له هېواد څخه بېرون د سفر پر مهال کې په خپل حساب کې زیات کړی و؟

ځواب: هو، تاسو به وتوانېږئ چې افغانستان ته له راستنیدلو وروسته هغه کریډټ وکاروئ چې له هېواد څخه بېرون د سفر پر مهال مو په خپل حساب کې زیات کړی و؟

پوښتنه: زه څنګه کولای شم د ام ټي ان یوې نړۍ لپاره خپل سیمکارټ فعال کړم؟

ځواب: د ام ټي ان یوې نړۍ لپاره د خپل سیمکارټ د فعالولو په موخه تاسو یوازې د ام ټي ان افغانستان یو فعال او اعتباري سیمکارټ ته اړتیا لرئ.

په ساده ډول، د خپلې موخې هېواد ته له رسېدلو وروسته خپل مبایل چالان کړئ.

پوښتنه: د ام ټي ان یوې نړۍ کې د ګډون/ لاسرسي فیس څومره دی؟

ځواب: په دغه کې د ګډون/ لاسرسي کوم فیس نشته.

پوښتنه: آیا زه کولای شم چې د نړۍ په هر ځای کې د ام ټي ان یوه نړۍ وکاروم؟

ځواب: ام ټي ان یوه نړۍ اوسمهال په هغو ۶ هېوادونو کې د ګټې اخیستنې وړ دی چې ام ټي ان پکې فعالیت لري. دغه هېوادونه عبارت دي له افغانستان، ایران، یمن، سوډان، سوریې او قبرص څخه.

پوښتنه. د ټلیفوني اړیکو نیولو په بدل کې به زه څومره لګښت ورکوم؟

ځواب. تاسو به د رومېنګ د خدمتونو د معیاري بیې پر بنسټ لګښت ورکوئ.

پوښتنه: زه څنګه کولای شم چې د ام ټي ان افغانستان د پېرودونکو د خدمتونو له مرکز سره اړیکه ونیسم؟

تاسو کولای شئ چې د نړیوال ډایل کولو طریقې +۹۳۷۷۲۲۲۲۷۷۹ سره د ام ټي ان افغانستان د پېرودونکو د خرڅلاو او خدمتونو له مرکز سره اړیکه ونیسئ.

پوښتنه: آیا کله چې زه د ام ټي ان یوه نړۍ کاروم، د ګڼه ګوڼې او بې ګڼه ګوڼې وختونو بیې د عملي کېدو وړ دي؟

ځواب: نه، د ګڼه ګوڼې او بې ګڼه ګوڼې وختونو بیې د عملي کېدو وړ نه دي. ټوله ورځ به یوه مناسب بیه لګښت ولرئ، چې دا به د او د رومېنګ بیو او هغه هېواد پر بنسټ وي چې تاسو ورته سفر کوئ.

پوښتنه: آیا زه باید له سفر څخه وړاندې ام ټي ان ته خبر ورکړم؟

ځواب: نه، تاسو اړتیا نه لرئ چې له سفر څخه وړاندې ام ټي ان ته خبر ورکړئ. د خپلې موخې هېواد ته له رسېدو سره سم خپل مبایل چالان کړئ.

پوښتنه: آیا زه باید له راستنیدلو وروسته د غیر فعالیدلو لپاره ام ټي ان ته خبر ورکړم؟

ځواب: نه، تاسو اړتیا نه لرئ چې له راستنیدلو وروسته ام ټي ان ته خبر ورکړئ.

پوښتنه: آیا د ام ټي ان یوې نړۍ خدمت د کارولو پر مهال خپل حساب په الیکترونیکي یا د کرېډټ کارټ له لارې زیاتولای شم؟

ځواب: هو تاسو کولای شئ چې په الېکترونیکي بڼه او یا هم د کرېډټ کارټ له لارې خپل حساب زیات کړئ.

پوښتنه: آیا زه کولای شم چې د ام ټي ان یوې نړۍ د کارولو پر مهال له انټرنټ څخه ګټه واخلم؟

ځواب: تاسو کولای شئ چې یوازې په هغو هېوادونو او شبکو کې له انټرنټ څخه ګټه واخلئ چې ام ټي ان ورسره د رومېنګ پر مهال د انټرنټ کارولو تړون ولري.