د ام ټي ان ګروپ په اړه

د ام ټي ان ګروپ په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې پیل شو، دا یو ګڼ ملتیز مخابراتي شرکت دی چې د افریقا، اسیا، او منځني ختیځ په ۲۱ هیوادونو کې په چارو بوخت دی. د ام ټي ان ګروپ په سهیلي افریقا کې تر ګډ کوډ لاندې دJES  د امنیتی تبادلې په لیست کې موجود دی. ام ټي ان د ۲۰۰۸ زیږدیز کال د ډیسمبر په میاشت کې په افغانستان، بنین، بوتسوانا، کامیرون، کوتیدآیور، قبرس، غانا، ګوینوبساو، د ګوینو جمهوریت ، ایران، لبریا، نجریا، د  کانګو جمهوریت  (کانګوبرازیویل)، رواندو، سهیلی افریقا، سوډان، سویزرلېنډ، سوریه، اژاندا، یمن او زیمبابوې هیوادنو کې ۹۰ میلیونه پیرودونکي ثبت کړي دي. د ام ټي ان مخابراتی شرکت د ۲۰۱۰ کال د فوټبال نړیوالو سیالیو نړیوال مالي تمویلونکی او همداراز په افریقا او منځني ختیځ کې  په انحصاري ډول سره د مبایل د محتویاتو حق درلودونکی دی.