د ام ټی ان رئیس پیغام

مونږ ډاډه یو چې تاسو پر مونږ په باور کولو سره صحیح انتخاب کړی دی. مونږ ته زمونږ هر پېرودونکی خاص دی او زمونږ موخه دا باوري کول دي چې تاسو زمونږ له نویو خدمتونو څخه په بشپړه توګه خوښ یاست.

په افغانستان کې د ام ټي ان په کارولو سره تاسو له داسې یوې کورنۍ سره یو ځای شوي یاست چې په افریقا او منځني ختیځ کې په ۲۱ هېوادونو کې خپره ده. مونږ چمتو یو چې د ګرځنده ټلیفون د لوړ کیفیت غږیزو او انټرنټ حل لارو سره ستاسو مخابراتي اړتیاوې هر چېرې چې یاست تر پوښښ لاندې راولو.

له تاسو څخه مننه چې مونږ ته مو د خدمت ویاړ رابخښلی دی.

مننه

حسن جابر

د شرکت اجرائیه رئیس – ام ټي ان افغانستان