اړیکې او غږیز پیغامونه

د اړیکه نیوونکي نغمې

عمومي کتنه:

د ام ټي ان د اړیکه نیوونکو نغمو خدمت تاسو ته دا چانس درکوي تر څو د خپلې خوښې وړ نغمه وټاکئ او کله چې څوک ستاسو سره اړیکه نیسي، د عادي زنګ پر ځای ستاسو ټاکل شوې نغمه اوري. دا نغمه کیدای شي ستاسو د خوښې وړ سندره، ملودي او یا مو د خوښې وړ زنګ وي.

دا خدمت څه ډول کار کوي؟

د اړیکه نیوونکي نغمې ستاسو یوه ځانکړې پېژندنه وړاندې کوي.

څه ډول کولای شو د اړیکه نیوونکي نغمې ډانلوډ کړو؟

  • د ګډون لپاره REG د ۸۸۶۳ شمېرې ته واستوئ
  • د اړیکه نیوونکي نغمې د ډانلوډولو لپاره په پيغام پاڼه کې ‘gets’ فاصله، د اړوندې سندرې کوډ ولیکئ او د ۸۸۶۳ شمېرې ته یې واستوئ.
  • بل شخص ته د اړیکه نیوونکي نغمې د ډالۍ کولو لپاره ‘gift’ ، فاصله، د اړوندې سندرې کوډ ولیکئ، فاصله او تر لاسه کوونکي شمېره ولیکئ. د بیلګې په ډول: ۰۷۷۲۲۲۱۳۳۵ ولیکئ او د ۸۸۶۳ شمېرې ته یې واستوئ.
  • د اړیکه نیوونکي نغمې د تنظیمولو لپاره ۸۸۶۳ ډایل، غږیزې لارښوونې وڅارئ او د سندرو د شته لېست څخه یوه وټاکئ.
  • کولای شئ د سندرې کوډ په دې ډول وټاکئ. د بیلګې په ډول: د هندي سندرې د ډانلوډولو لپاره “اعتبار نهی” : Gets 0051149 ولیکئ او د ۸۸۶۳ شمېرې ته یې واستوئ.

کله چې ستاسو اړیکه د خپلې کورنۍ له غړي او یا ملګرو سره نښلېدلې وي، تاسو کولای شئ د (*) تڼۍ په کیکاږلو سره د هغوی د اړیکه نیوونکي نغمه د خپل ځان لپاره کاپي کړئ.

د لا آسانتیا په موخه تاسو کولای شئ له ۷۷۹ شمېرې سره اړیکه ونیسئ او د پیرودونکو د خدمتونو له استازي څخه وغواړئ چې تاسو د اړیکه نیوونکو نغمو په خدمت کې راجستر کړي او په مستقیم ډول د سیستم له لارې ستاسو د خوښې وړ نغمه ډانلوډ کړي.

په مهربانۍ سره په یاد ولرئ: که چېرې ستاسو د اړیکه نیوونکو نغمو خدمت فعال نه وي او تاسو د خپل ملګري سره د اړیکې پرمهال د (*) تڼۍ کیکاږئ، ستاسو د اړیکه نیوونکو نغمو خدمت په اتومات ډول فعالیږي.  په داسې حالت کې تاسو د خدمت د فعالولو د لګښت له پرې کولو سربېره د خپل ملګري د نغمې د کاپي کولو  لګښت هم پرې کوئ.

اړونده موضوعات