د کرېډټو د ډېرولو خدمت

Me2U

د خدمت تشریح:

نه د کارت توږل، نه د هغې د کوډ ډایلول

Me2U   د لیکلي پیغام له لارې د کرېډټو د لېږد خدمت دی چې د هغې په مرسته کولای شئ د یوه موبایل له حساب څخه د بل موبایل حساب ته کرېډټ واستوئ.

تاسو په یو ځل کولای شئ لږ تر لږه ۱۰ افغانۍ او ډېر تر ډېره ۱۰۰ افغانۍ واستوئ. په ۲۴ ساعتونو کې کولای شئ لږ تر لږه  دوه ځلې کرېډټ واستوئ.

د خدمت ګټې:

  • دا یو وړ مناسب خدمت دی.
  • یو له بل سره د شریکولو روحیه دود کوي.
  • انعطاف منل: د بیلګې په ډول پیرودونکي کولای شي خپلې اړتیا ته په پام سره په هره کچه پیسې واستوي.

ځانګړنې او د ګټې اخیستنې لارې چارې:

 د کرېډټو د استولو لپاره:  په پیغام پاڼه کې TR فاصله، د کرېډټو اندازه، فاصله له صفر پرته د موبایل شمېره ولیکئ او ۷۷۶ شمېرې ته یې واستوئ. د بیلګې په ډول: ۷۷۲۲۲۱۳۴۴ ۵۰  TRولیکئ او ۷۷۶ شمېرې ته یې واستوئ.

د USSD مینو له لارې: *776*2*50*76XXXXXXX#

د کرېډټو اندازه او د اعتبار موده:

  • له دې لارې د کرېډټو د استولو لپاره معلومه اندازه نه ده مشخص شوې خو لږ تر لږه کچه یې ۱۰ افغانۍ او ډېر تر ډېره کچه یې ۵۰ افغانۍ ده

له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ افغانیو پورې د اعتبار موده ۷۰۰ ورځې

لګښت:

په بریالیتوب سره د کرېډټو له استولو وروسته ستاسو له حساب څخه ۲ افغانۍ ګرځول کیږي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره له ۷۷۹ او یا ۰۷۷۲۲۲۲۷۷۹ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.