ام ټي ان افغانستان د افغان ځوانانو لپاره ۵۰۰ نورې وړیا تعلیمي بورسیې برابروي

ام ټي ان افغانستان د ام ټي ان بنسټ تر چتر لاندې۵۰۰ نارینه او ښځینه افغان ځوانانو ته په بېلا بېلو څانګو  کې د وړیا زده کړو موقع برابره کړه. د دې پروګرام اساسي موخه هغو ځوانانو ته د زده کړو د موقع برابرول دي، چې غواړي په بېلا بېلو برخو کې زده کړې و کړي، خو د اقتصادي ستونزو او کم کورني عاید له امله نشي کولای په خپل شخصي لګښت سره خپلو زده کړو ته دوام ور کړي.

دغه پروګرام له پخوا څخه پیل شوی چې ام ټي ان افغانستان بنسټ په دې لړۍ کې په مسلسل ډول د درېیم کال لپاره ۵۰۰ بورسیې د DIT، DBA او DEL په څانګو کې  د یو کلن پروګرام او ۱۰۰ بورسیې د BCS او BBA په څانګو کې د دوه کلن پروګرام لپاره برابرې کړې دي.

یاد پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت، د پوهنې وزارت او د کابل ولایت په ولسوالیو کې د دې وزارت له اړوندو ادارو سره په همغږۍ پيل شو او ۱۵۰۰ کسان د کابل ولایت د بیلا بیلو برخو څخه د یادو محترمو ادارو لخوا په شمولیت ازموینه کې د ګډون لپاره معرفي شول. د شمولیت ازموینه د ۲۰۱۶  کال د اکټوبر میاشتې په ۲۸ مه نېټه د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت او شاهین انسټیټیوټ د لوړ پوړو مسوولینو تر څارنې لاندې په مسلکي او شفاف ډول واخیستل شوه.

په پایله کې د ۱۵۰۰ ګډون کوونکو له ډلې څخه ۵۰۰ بریالیو کسانو د معلوماتي ټکنالوژۍ (DIT)، ادارې او تجارت (DBA) او انګلیسي ژبې (DEL) په څانګو کې د یو کلنې دیپلومې تر لاسه کولو لپاره د وړیا زده کړو بورسیې تر لاسه کړې.

د زده کړو دا پروګرام د کابل ښار په شاهین انسټیټیوټ کې چې د پوهنې وزارت او آیسا ادارې څخه د قانوني او معتبرو جوازونو درلودونکی دی د وړ او تجربه لرونکو استادانو لخوا پرمخ وړل کیږي، د یادونې وړ ده چې شاهین انسټیټیوټ د کابل ښار په اتمې ناحیې کې موقعیت لري.

د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت د موسسه یي چارو محترم رئیس هدایت الله زاهد د ام ټي ام ان افغانستان د اجرایه رییس (CEO) محترم حسن جابر په استازيتوب وویل:

«د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت په دې حساس وخت کې د تعلیم او له دې لارې د افغان ځوانانو د پرمختګ د اړتیا په درک کولو سره د زده کړو دې وړیا او معتبر پروګرام ته لومړیتوب ور کړی دی. نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: ام ټي ان د افغان ځوانانو د روښانه راتلونکي لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کوي، ځکه دوی زموږ د هېواد اصلي شتمني ده».

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین محترم ډاکټر کمال سادات د دغه ښوونیز پروګرام د ستاینې تر څنګ وویل: ځوانان زموږ د هېواد راتلونکي رهبران دي او ام ټي ان افغانستان دوی ته د غوره راتلونکي په برابرولو کې مرسته کوي. ښاغلي سادات د خپلو خبرو په دوام وویل:

دا لومړی ځل نه دی چې ام ټي ان ځوانانو ته دا ډول ښوونیز پروګرامونه جوړوي، بلکې ام ټي ان افغانستان له دې وړاندې هم ۲۹۰ تنو په شرایطو برابرو ځوانانو ته په همدې انسټیټیوټ کې د وړیا زده کړو موقع برابره کړې وه چې ښې پایلې یې در لودې.

د یادولو وړ ده چې د ام ټي ان بنسټ د ام ټي ان افغانستان تر چتر لاندې جوړ شوی، چې په بیلا بیلو برخو کې د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي لکه: د وړیا زده کړو د فرصتونو د برابرولو له لارې د ځوانان پیاوړي کول، د ځوانانو چارو په معینیت کې د ظرفیت لوړولو لپاره په عصري وسایلو مجهز مرکز جوړول، د هرات ولایت د ځوانانو چارو په ریاست کې د ځوانانو لپاره په عصري وسایلو د مجهز کمپیوټر لب (خونې) جوړول.

پر دې سربېره ام ټي ان بنسټ د یتیمانو او د ښوونځیو د ښوونکو لپاره کمپیوټر لبونه ( کمپیوټر خونې) جوړې کړې دي،  د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا رغونه او رنګول یې تر سره کړي دي، د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره یې وړیا درسي مواد او درسي ټولګي چمتو کړي او په کابل ښار کې یې د کمپیوټر د زده کړې په اړه وړیا سیمینارونه جوړ کړي دي.

د ام ټي ان بنسټ سر بېره پر دې اړو خلکو ته په لاندې برخو کې مرستې کړې دي، د بېلګې په ډول: له ۵۰۰ بیا راستنیدونکو سره د لومړنیو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، د کانګو او  تلسیمیا ناروغانو ته د وینې ورکول، د جګړو له امله کورنیو بې ځایه شویو کورنیو ته د ګرمو جامو، کمپلو او نورو اړینو توکو وېشل او نورې مرستې شاملې دي.

همدارنګه د ام ټي ان بنسټ د خپل ۲۱ ورځني کمپاین په لړ کې د جوماتونو، ښوونځیو او پوهنتونو په بیا رغونه او پراختیا کې فعاله ونډه اخلي. دغه کمپاین هر کال د جون میاشتې په ۱ نېټه د ۲۱ ورځو لپاره په ټولو هغو هېوادونو کې په لار اچول کیږي چې ام ټي ان پکې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.


اړوند خبرونه