ام ټي ان افغانستان د مو مو خدمت پیل کړ

ام ټي ان د 2020 کال د جنوري میاشتې په نهمه نېټه د موبایل له لارې د مالي خدمتونو وړاندې کول (مومو) پرانیست او تر دې وروسته په بشپړه توګه د ګټې اخستنې وړ دی.  پیرودونکي کولای شي د “مومو” له لارې پیسې واستوي او تر لاسه کړي، په خپل “مومو” حساب کې پیسې ذخیره کړي سربېره پر دې د توکو او خدمتونو د پيرلو په بدل کې د مومو له لارې پیسې ادا کړي.

د مومو خدمت د پیل اعلان داسې مهال کیږي چې ام ټي ان د افغانستان بانک په ګډون له ټولو اړوندو ادارو سره د مومو اړوند ټول قانوني پړاوونه بشپړ کړي دي.

د ام ټي ان مشرتابه د خپلو ټولو شریکانو د هر اړخیزو هڅو له مثبتې پایلې څخه خوښ دی او هڅه کوي چې مومو ټولو پیرودونکو ته د USSD *222# مینو له لارې د لاسرسي وړ وګرځوي او په نږدې راتلونکي کې به د MyMTNA اپلیکیشن له لارې هم د لاسرسي وړ وګرځي.

د ام ټي ان افغانستان عمومي رییس عباد رضا د مومو د پرانیستې په مراسمو کې وویل: “د مومو خدمت پیل د ام ټي ان په ستراتیژۍ کې یو بنسټیز ګام دی، چې په افغانستان کې د لا ډېرې پانګونې او د الکترونیکي اقتصاد په دودولو سره د اداینو په برخه کې د آسانتیاوو د را منځته کولو لپاره د ام ټي ان ژمنتیا ښیي همدا شان مومو د بلونو د ورکړې لپاره تر ټولو غوره لار ده.”

دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رییس داکټر عبدالله عبدالله د ام ټي ان مومو په پرانیستغونډه کې وویل: “د مومو (Mobile Money) خدمتونو پیل د ډیجیټلي مالي خدمتونو په برخه کې خورا مهم ګام دی، دغه پروژه د الکترونیکي مالي خدمتونو په وده کې، له مالي فساد سره د مبارزې په برخه کې، د افغانانو د اقتصاد په پیاوړتیا او ګڼو نورو برخو کې خورا ګټوره ده او زه د افغانستان د حکومت په استازولۍ د ام ټي ان مخابراتي شبکې له مشرتابه څخه د دوی د ارزښتمنو خدمتونو له وړاندې کولو څخه مننه کوم او له دوی غواړم چې افغانستان ته د یوه دایمي ملګري په سترګه وګوري، زموږ ژمنه دا ده چې دوی ته به د هر ډول پانګونې زمینه او آسانتیاوې برابرې کړو. “

په همدې ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د مومو د خدمتونو پیل د ډیجیټلي ټولنې او اقتصاد پر لور یو اغېزناک ګام وباله او زیاته یې کړه: ” د مومو خدمتونو په پراخېدو سره مالي ډیجیټلي خدمتونه پراختیا موموي او په ادارو کې له مالي فساد څخه مخنیوی کېږي. “

همدا راز د افغانستان بانک د عمومي نظارت د ریاست مرستیال ښاغلي سید محسن سادات هم د ام ټی ان دغه ګام په مالي معاملاتو کې د روڼتیا لپاره خورا ګټور وباله او زیاته یې کړه چې د (Mobile Money) د خدمتونو په دودېدو سره به لا زیاته روڼتیا را منځته شي.

په همدې ډول د اترا ادارې تخنیکي مرستیال او سرپرست انجنیر نقیب الله سېلاب په خپلو خبرو کې وویل: “ام ټي ان د (Mobile Money) خدمتونو په وړاندې کولو کې کافي تجربه لري، موږ ډاډه یو چې د مومو خدمتونو په پیلېدو سره به د مالي معاملاتو په برخه کې شته ستونزې اوارې شي. “

په لومړي پړاو کې به مومو یواځې د ام ټي ان پیرودونکو لپاره د لاسرسي وړ وي او لومړني خدمتونه به وړاندې کوي، خو زموږ ژمنه لا ډېر نوښتونه دي  چې له هغوی څخه موخه د افغانستان خلکو ته د برښنایي اقتصاد د لا ډېرو خدمتونو وړاندې کول دي.

د مومو کاروونکي بانکي حساب ته اړتیا نه لري، خو عمر یې باید ۱۸ کاله او یا له هغې زیات وي او د هویت معتبر سند ولري. همدا راز ټاکل شويو وړاندیزونو ته د لاسرسي لپاره د مومو کاروونکی باید د ام ټي ان فعال پیرودونکی وي.

په لومړي پړاو کې کاروونکي له مومو څخه په لاندې برخو کې ګټه اخیستلای شي:

  • ټولو داخلي شمېرو ته د پیسو استول
  • د پیسو ترلاسه کول
  • د کرېډټو پیرل، د غږیزو، انټرنټ او لیکلو پیغامونو بکسې او په زړه پورې وړاندیزونو فعالول
  • د موبایل له لارې د برښنا بل ادا کول
  • د ام ټي ان د خدمتونو په ټولو څانګو کې او یا د مومو د استازي په مرسته د پیسو لېږد رالېږد
  • له مومو څخه بانکي حساب ته د پیسو استول او له بانکي حساب څخه مومو ته

د حساب تر ټولو کمې اندازې ته اړتیا نشته او میاشتنی مالي فیس هم نه پلی کیږي.

د ام ټي ان پیرودونکي کولای شي په مجوزو پلورنځیو کې د مومو له لارې توکي وپیري او د کرېډټو، غږیزو او انټرنټ بکسو په پیرلو سره ۵۰ سلنه وړیا ګټې تر لاسه کړي. کله چې معامله په بریالیتوب سره ترسره شي استوونکي او ترلاسه کوونکي ته په وړیا ډول د لیکلي پیغام خبرتیا استول کېږي.

پیرودونکي باید په خدمت کې د ګډون لپاره د ام ټي ان د خدمتونو تر ټولو نږدې څانګې یا د مومو استازي ته مراجعه وکړي او یا د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ام ټي ان د پیرودونکو د خدمتونو له مرکز (779) سره اړیکه ونیسي یا د ام  ټي ان افغانستان له ویب سایټ څخه لیدنه وکړي.


اړوند خبرونه