ام ټي ان د یوې لویې وچې د روښانه راتلونکي لپاره خپلې ملګرتیا ته دوام ور کوي

د 25 کلن ګډ کار لمانځل

جهانسبورګ- ام ټي ان ګروپ نن د ( موږ سره یو ځای ښه یو) نوښت پيل وکړ. د دې نوښت موخه  په هغو هېوادونو کې چې ام ټي ان خپل مخابراتي خدمتونه پکې وړاندې کوي ډیجیټل خدمتونو ته د آسانه لاسرسي د برابرولو له لارې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کول، د مالي راکړو ور کړو لپاره د غوره ظرفیت رامنځته کول، د SMEs پیاوړي کول او فعالول، د دندو د فرصتونو رامنځته کول او د یوې پراخ بنسټه ټولنې رامنځته کول دي.

د یوه سر لاري افریقایي شرکت په توګه چې په دې لویه وچه کې ژورې رېښې لري ام ټي ان خلکو ته وښودله چې د غوره سوداګرۍ تر سره کول د شرکت له چارو سر بېره د ټولنیزو نوښتونو د رامنځته کولو لپاره زمینه برابروي.

په افریقا لویه وچه کې د ام ټي ان د رول په اړه د ام ټي ان ګروپ عمومي رییس Rob Shuter وویل: « په افریقا لویه وچه کې د شته ظرفیتونو د مهار او د ځوانانو د وړتیاوو د یقیني کولو لپاره موږ  داسې مناسبو او خوندي ډیجیټل خدمتونو ته اړتیا لرو، چې د د اړتیا وړ ډیجیټل مهارتونو سره مطابقت ولري. دا به په نړیواله سطحه د پراختیا د اجنډا او ملي لومړیتوبونو څخه په غوره توګه ملاتړ وکړي، ام ټي ان په افریقا کې د زیربیناوو په برخه کې د لوی پانګه اچونکي شرکت په توګه غواړي د ګډې همکارۍ او ملګرتیا له لارې د ډیجیټل ظرفیتونه لوړل چټک کړي.»

د مخابراتو نړیوال صنعت د اوږدومهاله موخو د لاسته راوړلو په برخه کې غوره رول لوبولی دی مګر اوس هم اړتیا ده چې ډیجیټل ویشنې سره ونښلول شي او ام ټي ان په دې برخه کې د خپل رول ادا کولو لپاره چمتو دی. له 25 کلونو را پدېخوا ام ټي ان د اقتصاد او ټولنې د ودې په برخه کې غوره همکار پاتې شوی دی. موږ د زیربیناوو په برخه کې ډېر داسې کارونه تر سره کړي دي چې د اقتصاد د ملا تیر تشکیلوي او په لرې پرتو سیمو کې مو خلک یو له بل سره نښلولي دي.

زموږ خدمتونو د اقتصاد د ښه کولو په برخه کې ورځ په ورځ پراخیږي او په دې برخه د دندو د فرصتونو رامنځته کول او د Mobile Money خدمت شامل دی.

د ام ټي ان ګروپ عمومي رییس Shuter وویل: په تیرو 25 کلونو کې موږ د چټک سرعت لرونکې شبکه جوړه کړې چې 560 میلیونه خلک یې یو له بل سره نښلولي دي، 5 میلیونه خلکو ته مو د دندو فرصتونه رامنځته کړي او د ام ټي ان مومو خدمت له لارې مو 30 میلیونه خلکو ته د لویې وچې په کچه د موبایل له لارې  آسانه او کم لګښته مالي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

همدا راز ام ټي ان غواړي  د موبایل ټکنالوژۍ په پیاوړي کولو سره په انلاین ډول زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

دا زموږ  موخه ده چې زده کوونکي د علم په ګاڼه سمبال کړو تر څو له فرصتونو څخه ښه ګټه واخلي، د خپل ژوند سطحه لوړه کړي او خپلو هیلو ته ور سیږي.

د ام ټي ان پرمختګ یوازې د افریقا په پرمختګ کې نغښتی دی. د پرمختګ په برخه کې د ملګرتیا معنا دا ده چې په ټولو هغو هېوادونو کې چې موږ مخابراتي خدمتونه پکې وړاندې کوو زموږ مسوولیت دا دی چې ځوانان اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې پیاوړي کړو.

نو پر دې آساس زموږ ډېر تمرکز په هغو کارونو دی چې وښیي موږ په ګډ کومو موخو ته رسیدلای شو تر څو یو ارزښتمن سیستم رامنځته کړو او یوه په ځان بسیا افریقا جوړه کړو.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په 1994 م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل 240 میلیونه پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.


اړوند خبرونه