ام ټي ان ګروپ خپل «موږ سره یو ځای ښه یو» نوښت وغځاوه

جهانسبورګ- ام ټي ان ګروپ د AfroChampions’ دوهم کنفرانس څخه چې د رونډا هېواد په Kigali کې د دوامداره رشد او صنعتي کېدو لپاره جوړیږي ملاتړ کوي.

دا کنفرانس چې د اکټوبر میاشتې له 8 څخه تر 11  نېټې پورې تر سره شو آساسي موخه یې د افریقا په لویه وچه کې د دوامداره رشد او صنعتي کېدو د ګډو همکاریو او مرستو جلبول وو.

د ام ټي ان ګروپ عمومي رییس Rob Shuter په دې کنفرانس کې د ګډې همکارۍ په اړه وویل:  له 25 کلونو راپدېخوا ام ټي ان دا فرصت تر لاسه کړی دی چې په هغو هېوادونو کې چې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي د ژوند د سطحې  لوړول د خپل تل پاتې میراث په توګه پرېږدي. موږ سره یو ځای ښه یوو نوښت د ام ټي ان لپاره یو بل فرصت دی چې د افریقا لویې وچې د اقتصادي غوړېدا په برخه کې خپل رول ادا کړي

Shuter د خپلو خبرو په دوام وویل: ام ټي ان په افریقا کې په شته ظرفیتونو باور لري او د دې سیمې خلک د سوداګرۍ، ګډو هڅو او همکارۍ په برخه کې د پام وړ تجربه لري. په راتلونکي کې به د افریقا لویه وچه د آزاد تجارت او AfroChampions کنفرانس له لارې وکولای شي د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې مثبت بدلونه رامنځته کړي چې په پایله کې به یې اقتصادي چارې لا ګړندۍ او خلکو د ژوند سطحه به لوړه شي.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په 1994 م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل 240 میلیونه پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.


اړوند خبرونه