ام ټي ان ګروپ د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په ټولو هغو هېوادونو کې چې خپل مخابراتي خدمتونو وړاندې کوي د 250 میلیونه افریقایي روپیو مرسته کوي.

ام ټي ان ګروپ د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلو 250 میلیونه افریقایي روپیو چې معادل یې (۱ملیارد او ۲۶ میلیونه) افغانۍ کیږي مرستې په اړه جزئیات وړاندې کړل. ام ټي ان ګروپ د خپلو مسوولیتونو په درک کولو سره پر جنوبي افریقا چې د ام ټي ان ګروپ مرکز ده سر بېره په ۲۱ هېوادونو کې چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له لویو ستونزو سر لاس او ګریوان دي په ګډه همکاري کوي. ام ټي ان ګروپ د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې پنځه عمده کارونه تر سره کړي دي، چې په هغې کې  کارکوونکي، پیرودونکي، زیان منونکې ډلې، د جنوبي افریقا د حکومت د مرستو له صندوق سره همکاري او د صنعت په برخه کې فعاله ونډه اخیستل شامل دي.

د ام ټي ان ګروپ رییس ایمس بیسي جوناس وویل: ” موږ په دې باور یو چې د دې لوی ناورین پر مهال ټول بنسټونه مسوولیت لري او  له دې ناورین څخه د وتلو لپاره باید خپل مسوولیت ادا کړي. ام ټي ان په دې حساسو شرایطو کې په ټوله افریقا او منځني ختیځ کې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي او دا د کارکوونکو، پیرودونکو او کاري شریکانو سره د مرستې په برخه کې یو ارزښتمن ګام دی. ”

موږ په دې باور یو چې صدقه له کور څخه شروع کیږي، نو په همدې آساس ام ټي ان ګروپ پلان لري چې د خپلو نړیوالو کارکوونکو له بیړني صندوق سره د مرستې لپاره ۴۰ میلیونه افریقایي روپۍ را ټولې کړي. دغه مرستې د ډآیرکټرانو، لوړ پوړو مدیرانو او نورو کارکوونکو په همکارۍ را ټولیږي. عمومي رییس، مالي رییس او ځینو ډایرکټرانو ژمنه وکړه چې د خپلو معاشونو ۳۰ سلنه او  د خپل بورډ د راتلونکو درېیو میاشتو فیس به له صندوق سره مرسته کوي. د ام ټي ان ګروپ اجراییوي بورډونه او د جنوبي افریقا ام ټي ان هم له صندوق سره مرسته وکړه. د یادولو وړ ده چې نور کارکوونکي هم کولای شي له صندوق سره مرسته وکړي.

سربېر پر دې ۱۵۰ میلیونه افریقایي روپۍ به د پیرودونکو لپاره د یلو د هیلې په بکسه کې مصرف شي. په دې بکسه کې وړیا لیکلي پیغامونه، د مومو د ځینو معاملو د فیسونو  معاف کول، د اړیکو په شپنیو بکسو  کې تخفیف، د وړیا روغتیایي او ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول، ښوونیز سایټونه او پیرودونکو ته د امتیازاتو  ور کول شامل دي.

د ام ټي ان ګروپ عمومي رییس روب شوټر وویل: “اوسمهال په بیلا بیلو کارونو کې زموږ له خدمتونو او ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل کلیدي رول لري. موږ د میلیونونو خلکو پر ژوند مثبت اغیز لرو او زموږ آساسي تمرکز د شبکې پر فعال ساتلو دی تر څو پیرودونکي و کولای شي په سختو شرایطو کې له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې پاتې شي. ”

همدارنګه ام ټي ان په ټولو هغو هېوادونو کې چې خپل مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي د ام ټي ان د خیریه بنسټونو د فعالیتونو د پیلولو په حال کې دی تر څو وکولای شي د ټولنې تر ټولو زیات زیان منونکې طبقې سره مرسته وکړي او د امکان تر حده د کرونا ویروس له خپرېدو څخه مخنیوی وشي( د روغتیا وزارت او روغتیایي کارکوونکو د اړتیا وړ طبي وسایل او ټکنالوژیکي خدمتونه د مرستو په بکسو کې شامل دي)؛ همدارنګه لږ تر لږه د ۵۰ میلیونه افریقایي روپیو مرسته به د پوهنتونو او ښوونځیو له زده کوونکو سره درسي موادو ته لاسرسی آسانه کړي.

ام ټي ان په جنوبي افریقا کې د ډموکراسۍ له رامنځته کېدو سره یو ځای جوړ شوی او خپل ټول شته امکانات د خپل هېواد له برکته ګڼي. همدارنګه ام ټي ان ګروپ د جنوبي افریقا د دولت د مرستو له صندوق سره ۱۰ میلیونه افریقایي روپۍ مرسته کوي. ام ټي ان به د خپلې پوهې او زیربنا څخه په بیلا بیلو بڼو د ټولنې له اړمنو خلکو سره د همکارۍ په برخه ګټه واخلي.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په ۱۹۹۴م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندې پتو اړیکې ونیسئ:

Nompilo Morafo on +27 (0) 83 212 4022 | Nompilo.morafo@mtn.com

Karen Byamugisha on +27 (0) 83 214 3685 | Karen.byamugisha@mtn.com

موږ وڅارئ:

www.twitter.com/MTNGroup

www.linkedin.com/company/mtn


اړوند خبرونه