ام ټي ان ګروپ په ۲۰۱۹ کال کې  ۱۴ بیلیونه افریقایي روپۍ د خرڅلاو له اړخه مرستې تر سره کړې دي

جهانسبورګ- ام ټي ان د ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې خپل د مرستو د پروګرام د پیل اعلان وکړ چې آساسي موخه یې د خپلو ونډو ساده کول، د پورونو او خطر کمول، د پورونو د بېرته تر لاسه کولو  او په راتلونکو درې کلونو کې لږ تر لږه د ۱۵ بیلیونه افریقایي روپیو د عوایدو د تر لاسه کولو د پروسې روښانه کول دي.

د دې کال په پیل کې ام ټي ان په Amadeus، Travel start  شرکتونو کې د خپلې ونډې د عوایدو او ۲.۱ بیلیونه افریقایي روپیو پور د تر  لاسه کولو سر بېره اوس د دوې نورې معاملې تر سره کړې چې تر دې مهاله یې د خپل د مرستو د پروګرام له اړخه خپل عواید ۱۴ میلیاردو افریقایي روپیو ته رسولي دي.

په لومړۍ پړاو کې ام ټي ان د ګانا او یوګندا په شرکتونو کې د خپل ۴۹ سلنه سهم د مدیریت کولو لپاره د یوه فرعي امریکایي شرکت سره د ۵۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی دی او وړاندوینه کیږي چې دا تړون به د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربع کې پای ته ورسیږي.

په دوهم پړاو کې ام ټي ان تایید کړ چې ام ټي ان نایجیریا د ام ټي ان ګروپ سره د خپلو ترجیحي ونډو بیرته ادا کول چې په ۲۰۱۹ کې یې ۳۱۵ میلیونه ډالر  تر لاسه کړي بشپړ کړي دي.

د ام ټي ان ګروپ عمومي رییس Rob Shuter په دې اړه وویل: د دې معاملو په پای ته رسېدو سره به ام ټي ان په راتلونکي ۱۲ میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴ بیلیونه افریقایي روپۍ عواید تر لاسه کړي. د عوایدو د تر لاسه کولو د پروسې ساده کول زموږ له ستراتیژیکو موخو څخه دي او موږ هیله مند یو چې په ۲۰۲۰ کال کې به په دې برخه کې زیات پرمختګ وکړو.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په 1994 م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل 240 میلیونه پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.


اړوند خبرونه