د ام ټي ان افغانستان خیریه بنسټ له ۵۰۰ بیا راستنیدونکو کورنیو سره د لومړنیو خوراکي توکو، درملو او کمپلو مرسته کوي.

د ام ټي ان افغانستان خیریه بنسټ د خپلو بشردوستانه مرستو په لړ کې له ۵۰۰ کډوالو کورنیو سره د لومړنیو خوراکي توکو، درملو او کمپلو مرسته کوي، چې په دې وروستیو کې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه هېواد ته راستنېږي. دغه مرستې د افغانستان د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو محترم وزارت او د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا (IOM) سره په همغږۍ، په تورخم سیمه کې د یادې ادارې په سیمه ییز دفتر کې پر کډوالو وېشل کېږي، چې وریجې، لوبیا، غوړي، کمپلې، د لومړنیو مرستو اړین توکي او د کډوالو ماشومانو لپاره بیسکویټ پکې شامل دي.

د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت د موسسوي چارو رییس ښاغلي هدایت الله زاهد د مرستو د وېش لړۍ د پرانیستې پر مهال وویل چې ام ټي ان افغانستان تل د خپل انساني او ملي رسالت له مخې د اړو هېوادوالو لاسنیوی کړی دی او دا ځل یې هم لازمه وګڼله چې له یو شمېر کډوالو کورنیو سره چې په سختو شرایطو کې هېواد ته را ستنېږي د اړینو توکو مرسته وکړي.

ښاغلي زاهد همداراز زیاته کړه:” ام ټي ان افغانستان د خپلو مخابراتي خدمتونو تر څنګ د خیریه فعالیتونو په لړ کې هم له هېوادوالو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته کړې ده او نوموړی شرکت ژمن دی چې دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي.”

همدارنگه د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ معینیت سرپرست ښاغلي مهر خدا صبار، د یادو مرستو له امله له ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه ډول مرستې د کډوالو او بیا راستنیدونکو کورنیو لپاره ډېرې ګټورې دي:” موږ د ام ټي ان افغانستان له مشرتابه په ځانګړي ډول ښاغلي هدایت الله زاهد او د هغه له کاري ټيم څخه مننه کوو چې په دغه ډول حساس وخت کې له کډوالو سره د اړینو توکو مرسته کوي.”

دا لومړی ځل نه دی چې د ام ټي ان افغانستان خیریه بنسټ له بېوزلو او کډوالو کورنیو سره مرسته کوي، د ام ټي ان خیریه بنسټ له دې وړاندې هم له اړو هېوادوالو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کړې دي، چې له دې جملې څخه د ځوانانو د پیاوړتیا په موخه هغوی ته د زده کړو وړیا فرصتونو برابرول، د کمپیوټرلبونو جوړول، د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د درسي توکو او قرطاسیې چمتو کول، د کتابتونونو جوړول، د ښوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ښوونیزو سیمینارونو په لار اچول، د پوهنتونونو، ښوونځیو او جوماتو بیارغونه او رنګول، له دارالایتامونو سره مرسته، ناروغانو ته د وینې ورکولو کمپاین، له زلزله ځپلو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته او د طبیعي پېښو د رامنځته کیدو پر مهال د هېواد بېلا بېلو برخو ته د رضاکارو روغتیایي ډلو استول دیادولو وړ دي.


اړوند خبرونه