د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت د “وینه ډالۍ کړئ او ژوند وژغورئ” وینې د ډالۍ کولو کمپاین په بریالیتوب سره پیل کړ

د وینې د ډالۍ کولو دغه کمپاین د 1398 کال د غوایي میاشتې په 2 نېټه چې د 2019 کال د اپریل میاشتې له 22 نېټې سره سمون خوري، د کابل په نوي ښار کې د ام ټي ان افغانستان په مرکزي دفتر کې ترسره شو. د دغه کمپاین اصلي موخه له هغو ناروغانو سره مرسته کول وو چې وینې ورکولو ته ډېره اړتیا لري او د ژوند په هره ستونزمنه شېبه کې زمونږ د وینې سخاوتمندانه ورکړې ته انتظار باسي. همدا راز موږ باید په خپله ټولنه کې د مرستې او د ګډ مسوولیت د احساس کلتور ته وده ورکړو چې موږ پکې ژوند کوو.

د ام ټي ان افغانستان شا او خوا 140 تنو څخه زیاتو کارکوونکو، چې د دغه شرکت د رئیس ښاغلي عباد رضا په ګډون پکې د مختلفو منصبونو کارکوونکو ګډون درلود، په دغه کمپاین کې په داوطلبانه ډول ونډه واخیسته او 70000 سي سي وینه پکې راټوله شوه.

د ام ټي ان افغانستان عمومي رییس ښاغلي عباد رضا د دغه کمپاین پر مهال وویل: د وینې ډالۍ کول زموږ د ژوند تر ټولو ارزښتمنده ډالۍ ده چې موږ یې خپلې ټولنې ته ورکوو او پرته له دې چې الله ج موږ ته د دغې قربانۍ اجر او بدل راکړي، په نړۍ کې بل هېڅ شی نه شي کولای چې د دغې ډالۍ بیه پوره کړي. هغه همدا راز زیاته کړه چې په افغانستان کې له خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر مخ بیولو سره سره مونږ دا یو مسوولیت او اخلاقي رسالت ګڼو چې د هغې ټولنې له بېوزله او ناچاره وګړو سره مرسته او ملاتړ وکړو چې موږ پکې فعالیت لرو. نوموړي همدا راز د خپلو خبرو په پای کې د ام ټي ان خیریه بنسټ د فعالیتونو او لرلید او د ټولو هغو کارکوونکو ستاینه وکړه چې په داوطلبانه ډول یې د خپل دیني او اخلاقي مسوولیت په احساسولو سره د وینې ډالۍ کولو په دغه سپېڅلي کمپاین کې ونډه واخیسته.


اړوند خبرونه