لاندې ځینې په مسلسل ډول پوښتل شوې پوښتنې دي چې ام ټي ان له کرونا ویروس سره څه ډول مبارزه کوي

کار ځای

آیا ام ټي ان ګروپ د خپل کوم کارکوونکی په کرونا ویروس د اخته کېدو پیښه ثبت کړې ده؟

ام ټي ان په ایرانسل شبکه کې په کرونا ویروس د خپلو ۷ کارکوونکو د اخته کېدو په اړه راپور ور کړی دی.

د ام ټي ان تر پوښښ لاندې سیمو کې ایران د دې ویروس په واسطه ډېر ځپل شوی دی.

آیا ام ټي ان د ایران په ډول هېوادونو کې خپل دفترونه تړلي دي؟

هو، ام ټي ان ایرانسل خپل دفترونه تړلي دي. او کارکوونکي یې له کور څخه کار کوي.

د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ستاسو کمپنۍ کوم احتیاطي تدابیر په نظر کې نیولي دي؟

د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مو بیلا بیل احتیاطي تدابیر په نظر کې نیولي دي.

  • له کور څخه کار کول
  • د مکروب ضد مایع برابرول
  • په خپلو ځینو دفترونو کې د وجود د حرارت درجې د معلومولو آسانتیاوې برابرول
  • په سیمه اییزو او نړیوالو سفرونو د محدودیتونو لګول
  • د کارکوونکو لپاره د پستي صندوق جوړول تر څو هغوی خپلې اندیښنې او غوښتنې زموږ سره شریکې کړي.

لکه څرنګه چې د ام ټي ان کارکوونکي له کور څخه کار کوي نو د پيرودونکو د خدمتونو مرکز لپاره کومه حل لاره شتون لري؟

ام ټي ان  د پیرودونکو د خدمتونو مرکزونه به په عادي ډول خپلو چارو ته دوام ور کوي.

په سفرونو بندیزونه به تر کوم وخت پورې دوام ولري؟

په سفرونو د بندیزونو وخت به د روغتیا نړیوال سازمان او د اړوندو هېوادونو د روغتیا وزارتونو لخوا مشخص شي.

د ام ټي ان چارې

ستاسو په چارو به یې اغیز څه وي؟ پیرودونکي به څه ډول اغیزمن کړي؟

د ام ټي ان په چارو یې تر اوسه کوم اغیز نه دی کړی. دا زموږ لپاره ډېر زیات ارزښت لري چې د دې وبا پر مهال د خپلې شبکې اعتبار او ثبات وساتو.

په داسې حال کې چې ټول د دې کار په هڅه کې دي آیا ستاسو  په اوسنیو ونډو کې زیاتوالی راغلی دی؟

موږ هم په جمعي ډول خپلې ټولې هڅې کوو تر څو د سوداګرۍ دوام یقیني کړو. په دې کړکیچین وخت کې د خدمتونو وړاندې کول ستونزمن کار دي نو له دې کبله زموږ لومړیتوب دا ده چې د شبکې د کار دوام، وسایلو ته لاسرسی او د ظرفیت لوړول یقیني کړو.

آیا افریقایي مخابراتي شبکو داسې معلومات تر لاسه کړي دي چې د ځیرکو موبایلونو عرضه کول کم شوي دي؟

د ام ټي ان د ځیرکو موبایلونو پلورونکو راپور ور کړی دی چې کرونا ویروس د دې موبایلونو په راکړې ورکړې اغیز کړي موږ له دوی سره په داسې پلان کار کوو چې د خطر تاوان کچه راکمه  کړي.

کرونا ویروس ستاسو په سوداګرۍ څه ډول اغیز کړی دی؟

موږ د خپلو توکو د عرضه کولو په برخه کې د احتمالي تهدایداتو د مخنیوي لپاره پیاوړی پلان جوړ کړی دی، نو له دې کبله دا به زموږ د چارو په ځنډني کولو باندې ډېر کم اغیز وکړي.

د ام ټي ان پیرودونکي او ټولنه

آیا د ام ټي ان شبکه به وکولای شي له هغو خلکو څخه ملاتړ وکړي چې د قرنطین پر مهال له کور څخه کار کوي؟

یقیناً، زموږ د شبکې موثریت او پراخوالی یقیني دی.

آیا ام ټي ان به د هغو خلکو لپاره چې د قرنطین په وخت کې له کور څخه کار کوي او د خپل موبایل له انټرنټ او دقیقو څخه ګټه اخلي په ټیټه بیه انټرنټ او د اړیکو لپاره دقیقې برابري کړي؟

موږ پوهیږو چې پیرودونکي له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوي دي نو له دې کبله موږ دوی ته په اړیکه کې د پاتې کېدو لارې چارې ښودلې دي.

آیا ام ټي ان به له پوهنتونو او ښوونځیو څخه د انلاین زده کړو په برخه کې مرسته وکړي؟

موږ په دې نامعلوم وخت له ښوونیزو ادارو څخه د انلاین زده کړو په برخه کې د ملاتړ تر سره کولو لپاره بیلا بیلې  لارې چارې ښودلې دي.


اړوند خبرونه