د چټکو ارتباطاتو اپلېکېشن ایوبا خپلو کاروونکو ته د خصوصي حریم د خوندیتوب او د ځوانانو لپاره د مطالبو د ګټورتوب ډاډ ورکوي

لکه څرنګه چې د خلکو ترمنځ په چټک ډول د پیغام استولو څخه ګټه اخیستنه ورځ تر بلې ډیریږي نو ډیری خلک د ایوبا اپلېکېشن غوره کوي. ام ټي ان ګروپ له دغه بې ساري اپلېکېشن سره د ملګرتیا ویاړ لري او په ټولو هغو هېوادونو کې چې ام ټي ان پکې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي د کاروونکو لپاره د هغوی په اصلي ژبه د لاسرسي وړ دی.

ایوبا اپلېکېشن په 2019م کال کې کم لګښته ارتباطاتو ته د لاسرسي د ښه والي په موخه جوړ شو، دا اپلېکېشن د ام ټي ان تر مخابراتي پوښښ لاندې په 17 مارکېټونو کې فعال دی. همداراز ایوبا اپلېکېشن په ځیرکو موبایلونو کې د ګوګل پلې او د ایوبا ویب سایټ www.ayoba.me له لارې  د ډانلوډ وړ دی، چې د مخاطبینو د خوښې وړ مطالب پکې خپریږي.

ایوبا اپلېکېشن د کاروونکو په محرمیت او امنیت باندې تمرکز کوي. دا هیڅ امکان نه لري چې د اپلېکېشن له لارې لېږل شوي او ترلاسه شوي پیغامونه د ام ټي ان په ګډون د درېیم شخص لخوا ولوستل شي او یا شریک کړل شي. دا اپلېکېشن په مستقیم ډول د دوه کسانو ترمنځ د پیغام استولو ځانکړنه لري، چې د (end-to-end) کوډ ایښودلو په وسیله خوندي شوې ده.   ایوبا د خصوصي حریم اړوند خپلې پالیسۍ ته په پام سره د کاروونکي له معلوماتو سره په بشپړ دقت او درناوي چلند کوي.

د ایوبا اپلېکېشن په چینلونو کې ټول مطالب په دقت سره بیا کتل کیږي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې  مطالب ٪100 د کورنۍ، ملګرو او ځوانو کاروونکو لپاره مناسب دي. د ایډیټرانو یوه ډله  هره ورځ د ایوبا د مطالبو په 100 او د ګیمونو په 120 چینلونو کې ټول مطالب له خپرېدو وړاندې ارزوي.

همداراز ایوبا د ایا (Aya) په نوم یو مرستندویه اپلېکېشن جوړ کړی دی، تر څو نویو کاروونکو ته د چټکو ارتباطاتو اپلېکېشن (ایوبا) د کارولو د لارو چارو په اړه لارښوونه وکړي. ایا (Aya) په خپل کاره توګه په اپلېکېشن کې را څرګندیږي او کولای شي د ایوبا د مهمو ځانګړنو په اړه لارښوونې وکړي.

کاروونکي کولای شي په خوندي ډول پیغامونه واستوي او ترلاسه کړي، انځورونه، ویډیوګانې، فایلونه، غږیز کلیپونه او خپل موقعیت واستوي، همداراز په ژوندیو چینلونو کې ګډون وکړي. د خلکو په ژبه برابر شوي مطالب په دې چینلونو کې د لاسرسي وړ دي، چې اساسي موخه یې بوختیا، روزنه او د ټولنې پیاوړي کول دي.

د 2020م کال را پدېخوا، کله چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو، ایوبا اپلېکېشن د ام ټي ان شبکې له لارې کاروونکو ته هره ورځ ټاکلې اندازه وړیا انټرنټ ورکوي تر څو هغوی وکولای شي په وړیا ډول د خپلې کورنۍ له غړو سره په اړیکه کې شي. همداراز ایوبا اپلېکېشن خپلو کاروونکو ته د کرونا د ځانکړو چینلونو له لارې په وړیا ډول د کرونا ویروس په اړه کره او باوري معلوماتو ته د لاسرسي زمینه برابر کړې ده.

له ایوبا څخه د کټې اخیستنې لس دلایل:

  1. وړیا ګټه اخیستنه: ایوبا وړیا اپلیکیشن دی. تاسو انټرنټ ته اړتیا لرئ تر څو خپلو مخاطبینو ته پیغامونه او فایلونه واستوئ، مګر که چېرې تاسو د ام ټي ان پیرودونکي یاست، تاسو به هره ورځ د ایوبا اپلېکېشن څخه د ګټې اخیستنې لپاره وړیا انټرنټ ترلاسه کړئ.
  2. همدا اوس چت وکړئ: خپلو مخاطبینو ته په دوامداره ډول لیکلي او غږیز پیغامونه واستوئ او تر لاسه کړئ.
  3. خونديتوب: د (end-to-end) کوډ اېښودنې معنا دا ده چې درېیم شخص نه شي کولای ستاسو پيغامونه ولولي.
  4. په چټک ډول اړیکه نیول: له خپلې اوسنۍ پتې څخه په ګټې اخیستلو له مخاطبینو سره په آسانه او چټک ډول ونښلئ.
  5. له محدودیت پرته چت وکړئ: د خپلو اړیکو په لېست کې شاملو کسانو ته لیکلي پیغامونه واستوئ، توپير نه کوي چې هغوی ایوبا انسټال کړې ده او که نه. که چېرې ستاسو مخاطب ایوبا اپلېکېشن نه وي انسټال کړی هغه ته به لیکلی پیغام د SMS له لارې واستول شي. مخاطب کولای شي پیغام ته د SMS له لارې ځواب ورکړي او تاسو به د هغه پیغام د ایوبا اپلېکېشن له لارې ترلاسه کړئ.
  6. ډله ییز چټ: څومره ډېر، هومره ښه! ډله ییز چټ پیل کړئ او په اسانۍ له خپلو ملګرو او کورنۍ له غړو سره په اړیکه کې شئ.
  7. شریکول پاملرنه ده: له خپلو مخاطبینو سره ویډیوګانې، انځورونه، غږیز کلیپونه او نور فایلونو شریک کړئ.
  8. راځئ چې سره ووینو: په ایوبا کې له خپلو مخاطبینو سره خپل کره موقعیت شریک کړئ.
  9. چینلونه: له ایوبا اپلېکېشن سره بیلابیلو مطالبو لکه: خبرونو، سندرو، سپورټي، معلوماتي او تفریحي مطالبو او داسې نورو ته لاسرسی ومومئ.
  10. غوږ ونیسئ او لوبې ترسره کړئ: موږ د ایوبا په اپلېکېشن کې د سندرو وړیا خدمت لرو تاسو کولای شئ خپل د خوښې وړ په زړه پورې سندرې واورئ. همدا راز موږ په دې اپلېکېشن کې بیلابیلې لوبې لرو د بیلګې په ډول: جنګي لوبې، پین بال، یو کسیزه لوبې او داسې نور. د یادولو وړ ده چې په دې اپلېکېشن کې هره ورځ نوي او په زړه پورې مطالب اضافه کیږي.

ایوبا اپلېکېشن په هغو هېوادونو کې چې ام ټي ان پکې خپل مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي د انګلېسي، پښتو، دري، فرانسوي او عربي ژبو په ګډون په 23 ژبو کارول کیږي. ایوبا اپلېکېشن د 2020م کال د جون میاشتې تر وروستیو پورې 2 میلیونه فعال کاروونکي درلودل.

د ایوبا اپلېکېشن په اړه:

ایوبا په چټک ډول د پیغام استولو یو وړیا اپلېکېشن دی، چې د SIMFY AFRICA شرکت په واسطه جوړ شوی او مرکز یې د جنوبي افریقا په پلازمینه کیپ ټاون کې موقعیت لري.

په ایوبا اپلېکېشن کې له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل شوې ده چې په مرسته به یې کاروونکي وکولای شي د موبایل له لارې له هر چا سره په اړیکه کې شي، حتی له هغو کسانو سره هم اړیکه نیولای شي چې د ایوبا اپلېکېشن ونه لري. د لومړنۍ تبلیغاتي دورې په لړ کې دا اپلېکېشن په ټاکلو مخابراتي شبکو کې په وړیا ډول د لاسرسي وړ دی. ایوبا د لومړي ځل لپاره د 2019م کال د مې میاشتې په 4 مه نېټه له ام ټي ان سره خپله ستراتیژیکه ملګرتیا پیل کړه.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په ۱۹۹۴م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري.

ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په اړیکه کې شئ او ام ټي ان په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ!

https://twitter.com/mtnaf

https://www.instagram.com/MTNAF/

https://www.facebook.com/MTN.Afghanistan

https://www.linkedin.com/company/mtn-afghanistan

https://www.mtn.com.af


اړوند خبرونه