زموږ ټولو درنو پیرودونکو ته!

ام ټي ان افغانستان د 330 رسمي کار کوونکو په درلودلو سره ویاړي چی شپږ میلیونو مشترکینو ته د هیواد په لرو بر کې خدمتونه وړاندې کوي. ام ټي ان ګروپ چې مرکزي دفتر یې په جنوبي افریقا کې موقعیت لري او د ام ټي ان افغانستان مالک دی، په نږدې وخت کې یې له M1 New Ventures Limited  څخه چې په منځني ختیځ کې ریښې لري یو الزامي وړاندیز  تر لاسه کړی دی چې د نوموړي وړاندیز پر بنسټ سوداګریزه معامله د بیلابیلو شرطونو په شمول د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د تایید او موافقې تابع ده.

د ام ټي ان افغانستان په توګه تاسو ته ډاډ در کوو چې د شرکت په مالکیت کې پلان شوی بدلون به په هیڅ صورت په تاسو (زموږ په پيرودونکو) باندې اغیز ونه کړي. ستاسو سیمکارتونه، فعالې بکسې، په مومو حساب کې شته پيسې او نور خدمتونه به معتبر او خوندي پاتې شي. د وخت په تیریدو سره یوازینی بدلون چې رامنځته کیږي هغه به یو نوی نوم وي.

د مالکیت بدلون د هغو پلانونو یوه برخه ده چې د لومړي ځل لپاره دوه کاله وړاندې د ام ټي ان ګروپ لخوا په سیمه کې له خپلو فعالیتونو څخه د وتلو په اړه اعلان شول تر څو وکولای شي په خپله پان – افریقايي ستراتیژۍ باندې تمرکز وکړي. له هغې وروسته ام ټي ان ګروپ له سوریې او یمن هیوادونو څخه په تدریجي توګه ووت.

موږ د نویو څښتنانو تر مالکیت لاندې – چې دوی ذینفعانو (Stakeholders) ته د ارزښت ور کولو سربیره د بریالۍ او پایدارې سوداګرۍ د پراختیا لیدلوری لري – ژمنه کوو چې تاسو ته د پخوا په څیر د خدمتونو وړاندې کولو ته ادامه ور کړو او د با مسوولیته بیلګیز سوداګریز وګړي په توګه پاتې شو.

په درناوي

عباد رضا

د ام ټي ان افغانستان شرکت| عمومي رییس


اړوند خبرونه