ام ټي ان افغانستان

دندې

راتلونکې د هغو خلکو ده چې له ګواښونو پر وړاندې د مبارزې څخه نه ویریږي او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي. هغو خلکو چې دا چانس تر لاسه کړی هغه خلک چې په غوره لار او روښانه راتلونکي باور لري په دې پوهیږي چې د خطر منل د ټاکل شوې موخې د تر لاسه کولو ارزښت لري.

آیا تاسو په نړۍ کې د بدلون راوستلو په اړه خوشبین یاستئ؟

آیا تاسو د زه کولای شم له ارزښت سره ژوند کوئ؟

آیا ګواښوونکی کار ستاسو د خوښې وړ دندې یوه برخه ده؟

که هو نو تاسو د ام ټي ان د کارکوونکي کېدو وړتیا لرئ!

د ام ټي ان کارکوونکي داسې اشخاص دي چې له ګواښونو څخه نه ویریږي او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره  هلې ځلې کوي. هغوی پوهیږي چې د خطر منل د ټاکل شوې موخې د تر لاسه کولو ارزښت لري، دوی په روښانه راتلونکي باور لري او د هغې د جوړولو لپاره کار کوي.

که چېرې دا تاسو ته غوره فرصت ښکاري نو د افریقا او منځني ختیځ په ۲۳ هېوادونو کې د  ۱۸۰۰۰ کارکوونکو په لرلو سره زموږ له کورنۍ سره ونښلئ. دوی هر سهار  د ژوند د روښانه کولو په موخه له خوب څخه پاڅیږي.