ام ټي ان افغانستان

بنسټ

تاریخچه

نوښتونه


د یلو پاملرنې ۲۱ ورځني کمپاین په اړه:

دا کمپاین هر کال په ۲۱ هغو هېوادونو کې، چې ام ټي ان پکې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي ترسره کیږي. د دې کمپاین په واسطه ام ټی ان او د هغې رضاکاران د ښوونځیو  زده کوونکو  او ښوونکو ته لنډ مهالي وړیا کورسونه جوړوي،  همدا رنګه د مسجدونو او ښوونځیو د بیارغونې او رنګولو او د ښوونځیو   زده کوونکو    ته د وړیا درسي موادو د برابرولو له لارې دوی ته د زده کړې لپاره سالم درسي چاپېریال برابروي.

د ښوونیز سکتور تر څنګ ام ټي ان په یاد ۲۱ ورځني کمپاین کې نورې مرستې لکه: ناروغانو ته د وینې برابرول، د کمپلو وېشنه، داخلي بېځایه شوو او بې وسه خلکو ته د اوسېدو ځای برابرول او د زلزله ځپلو سره  نغدي او  وړیا روغتیایي مرستې ترسره کوي.