بنسټ

ماموریت، لر لید او موخې

ماموریت

ام ټي ان د خپل ټولنیز مسوولیت په درک کولو سره په هغو سیمو کې چې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي په مناسب ډول او دوامداره توګه د خلکو د ژوند د سطحې د لوړولو لپاره هڅې کوي.


لرلید

په افغانستان هېواد او ام ټي ان ګروپ کې د ګډې ټولنیزې پانګونې لپاره د ثقل د نقطې رول لوبول


موخې

  • د ام ټي ان افغانستان د سوداګرۍ د هستې په توګه د ټولنیزې پانګونې اداره کول
  • د ټولنې د پیاوړتیا او په ملي سطحه د پرمختګ لپاره د ام ټي ان افغانستان د تعهد او ملاتړ څرګندول
  • د رضاکارانو د فعالو ټولنو له لارې د ام ټي ان افغانستان د کارکوونکو په مابین کې د ګروپي کارونو د ارزښتونو پیاوړي کول
  • د خپلو داخلي، سیمه اییزو او نړیوالو ملګرو او شریکانو سره د ستراتیژیکې ملګرتیا پیاوړي کول


د تمرکز سیمې

د ام ټي ان خیریه بنسټ د ام ټي ان د لرلید چې په مثبت ډول زموږ په ټولنو کې د خلکو په ژوند باندې اغیز کول دي خوشبین دی نو له دې کبله موږ د پروژو د عملي کولو له لارو په لاندې څلورو کلیدي ټکو باندې تمرکز کوو.

  • زده کړو
  • ټولنه او روغتیا
  • اقتصادي پیاوړتیا
  • د ملي لومړیتوبونو سیمې

ام ټي ان افغانستان په پورته څلورو کلیدي ټکو په ټینګار سره غواړي د ټولنې د لومړنیو اړتیاوو او خلکو د پیاوړي کولو لپاره د پروژو په ډیزاین کولو سره خپلې ټولې هڅې متمرکزې کړي.


لا ډېر لوستل