ام ټي ان افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ څیړنیز مرکز پرانیست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ انسټیټیوټ په واک کې یې ورکړ

ام ټي ان افغانستان د خپل یلو 21 ورځني کمپاین په لړ کې چې هر کال په لار اچول کیږي، په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په انسټیټیوټ کې د «ام ټي ان د معلوماتي ټکنالوژۍ څیړنيز مرکز» په نوم د معلوماتي ټکنالوژۍ یو پرمختللی څیړنیز مرکز جوړ کړ. دغه مرکز په عصري وسایلو لکه، کمپیوټرونه، سرورونه، د انټرنټ د نښلونې عصري سیستم، د ویندوز لایسنس، LED سکرین، پرینټرونه، UPS او د میزونو او څوکیو په ګډون په اړینو توکو سمبال دی.

دغه مرکز د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین، د اترا د بورد غړيو، د بیلا بیلو دولتي ادارو رییسانو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د انسټیټیوټ رییس، د ام ټي ان افغانستان عمومي رییس، د ام ټي ان افغانستان د موسسه یي چارو رییس، دولتي چارواکو او سیمه اییزو مشرانو ګډون درلود.

په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د انسټیټیوټ رییس ښاغلي شفیع شریفي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په پرانست غونډه کې د هغوی ګډون وستایه او له ام ټي ان افغانستان څخه یې د څیړنیز مرکز د جوړولو له کبله مننه وکړه او ویې ویل: «دغه مرکز په عصري وسایلو سمبال او د مخابراتي خدمتونو یوه بیلګه ده. یاد ګام چې د ام ټي ان له لوري اخیستل شوی دی زموږ د انسټيټیوټ لپاره یو بې ساری ګام دی.» همدا راز ښاغلي شریفي د غونډې ګډون کوونکو ته د انسټیټیوټ په اړه په لنډه توګه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په یاد انسټیټیوټ کې له بیلا بیلو اقشارو او د هیواد له ګوټ ګوټ څخه محصلین زده کړې کوي، همدا رنګه استادان تل هڅه کوي تر څو هغوی ته د معیاري زده کړو زمینه برابره کړي.

وروسته د ام ټي ان مخابراتي شرکت عمومي رئیس ښاغلي عباد رضا خبرې وکړې او ویې ویل: «زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په دغه ډول مهمه غونډه کې ګډون کوم او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په انسټیټیوټ کې د «ام ټي ان د معلوماتي ټکنالوژۍ څیړنیز مرکز» په نوم د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز پرانیزو. محصیلن په ټوله کې د هېواد اصلي پانګه ده، خو د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې محصلین د مخابراتو په سکتور کې خورا ډېر رول لري.»

موږ د مخابراتي شرکت په توګه یوازې مخابراتي خدمتونه نه وړاندې کوو؛ بلکې تل هڅه کوو تر څو د پوهنې، روغتیا، عامه پوهاوي، لوبو، د ځوانانو په پیاوړتیا او نورو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلو.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي اجمل شاپور هم د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه او ویې ویل: «ام ټي ان افغانستان، افغان ځوانانو ته د بورسیو له لارې د وړیا زده کړو زمینه برابروي، هغوی ته کمپیوټرلبونه او د ظرفیت لوړونې مرکزونه جوړ کړي، له کورنیو بې ځایه شویو او بیا راستنیدونکو سره اړینې مرستې کوي او د ټولنې نور اقشارو د خپلو سخاوتمندانه مرستو تر پوښښ لاندې راولي؛ نو له دې کبله موږ د دغه مخابراتي شرکت له مشرتابه څخه مننه کوو.»

همدارنګه په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست جلالتماب وزیر خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «موږ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له انسټيټیوټ سره د ام ټي ان افغانستان مرسته ستایو؛ ځکه د هېواد په کچه دا لومړنی انسټیټیوټ دی چې د مخابراتو په برخه کې په لوړ کیفیت او معیاري زده کړو زمینه برابروي. دغه مرکز به له محصلینو سره د څېړنې، ظرفیت لوړولو او د مهارتونو په عملي زده کړه کې رغنده او اساسي رول ولوبوي.»

باید وویل شي چې دغه ډول ټول کمپاینونه د ام ټي ان افغانستان د خیریه بنسټ تر چتر لاندې په لار اچول کېږي. له دې لارې، ام ټي ان د پوهنې، روغتیا او لوی ملي لومړیتوبونه په پام کې نیسي او په هغو کې فعاله ونډه اخلي. د دې تر څنګ ځوانانو ته د بورسیو له لارې د وړیا زده کړو زمینه برابرول، له کورنیو بې ځایه شویو، بیا راستنیدونکو او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، درملو او جامو مرسته، د وینې ورکولو کمپاینونو په لار اچول، له طبیعي پېښو څخه له اغېزمنو شویو کورنیو سره مرسته، د ښوونځیو او جوماتونو بیا رغونه او نورو ټولنیزو خیریه پروګرامونو په لار اچول د یادولو وړ دي.


اړوند خبرونه