مومو

شخصي

ام ټي ان مومو  د موبایل له لارې د پیسو د لېږد را لېږد، اداینو او مالي معاملو د تر سره کولو لپاره تر ټولو چټکه، آسانه، خوندي او کم لګښته لار ده. په هر ځای کې چې د مخابراتي شبکو پوښښ شتون ولري تاسو کولای شئ له دې خدمت څخه ګټه واخلئ.

د مو مو سره تاسو اړ نه یاست چې د پیسو د لېږد را لېږد لپاره اوږد مزل وکړې او یا صراف ته په تمه پاتې شئ. په ډېرې آسانۍ سره همدا نن ځان د  پیژندنې د یوه معتبر سند سره په ام ټي ان مومو کې راجستر کړئ او په آسانه ډول د مومو له خدمتونو څخه خوند واخلئ. تاسو کولای شئ د مومو څخه په ګټې اخیستنې پیسې واستوئ او تر لاسه کړئ، د ام ټي ان شمېرو ته کرېډټ، غږیزې او انټرنټ بکسې وپیرئ، د برښنا بل ادا کړئ او د توکو او خدمتونو د پیرلو په بدل کې اداینې تر سره کړئ.

څه ډول ګولای شو


آیا کومه پوښتنه لرئ؟

د معاملې لګښت د پیسو په اندازې پورې تړاو لري او په اتومات ډول ستاسو له حساب څخه ګرځول کیږي.

تاسو کولای شئ د ام ټي ان مومو استازي، د پیرودونکو د خدمتونو څانګې او کوچنیو غرفو له لارې په خپل مومو حساب کې پیسې ډېرې کړئ.

هو، اوسمهال 15000 افغانۍ ټاکل شوی دی.

ستاسو له مومو حساب څخه د پین کوډ په واسطه چې د راجستر کولو پر مهال تاسو تنظیم کړی ساتنه کیږي.

د موبایل د ورک کېدو په صورت کې تاسو باید ژر تر ژره د 779 شمېرې له لارې ام ټي ان ته خبر ور کړئ، که چېرې خبر ور نه کړئ ستاسو پیسې د پین کوډ په واسطه خوندي دي.

هر کله چې تاسو وغواړئ چې له خپل مومو حساب څخه پیسې تر لاسه کړئ نو د ام ټي ان د پيرودونکو د خدمتونو څانګې او یا د مومو استازي ته مراجعه وکړئ او خپلې پیسې تر لاسه کړئ.

د مومو لپاره لږ تر لږه اندازه نه ده ټاکل شوې. تاسو کولای شئ خپل ټولې پیسې د مومو له حساب څخه تر لاسه کړئ.

اپلېکېشن ډانلوډ کړئ MTN MoMo د

د MTN MoMo اپلېکېشن وروستۍ نسخه د iOS او Android سیستمونو لپاره د لاسرسي وړ ده

Download from Apple App Store    Download from Google Play store