د مومو استازي د موبایل له لارې د مالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ډېر مهم غړي دي او د دې صنعت په پرمختګ او غوړېدا کې کلیدي رول لوبوي. د مومو استازي د پیسو د لېږد رالېږد معاملو تر سره کولو او په دې خدمت کې د پیرودونکو د راجستر کولو مسوولیت لري. همدا راز د مومو استازي پیرودونکو ته د مومو څخه د ګټه اخیستلو لارو چارو او د هغې د تولیداتو په اړه معلومات وړاندې کوي.
ولې باید موږ د مومو استازي شو؟
د مالي ظرفیت د لوړو په موخه د ام ټي ان استازي شئ او له هغو خلکو سره چې بانکي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او یا نغدې پیسې ور سره نه وي خدمت وکړئ.
د مومو استازي د پیسو د لېږد رالېږد د معاملو د تر سره کولو، د سیمکارت او کرېډټو پلورلو او د مومو په خدمت کې د خلکو د راجستر کولو په بدل کې کمېشن تر لاسه کوي.
ام ټي ان مومو د ګټورې او ثابتې سوداګرۍ موډل وړاندې کوي او هر څوک کولای شي د مومو له ارزښتمنو خدمتونو څخه ګټه واخلي.
هغه پوښتنې چې په مسلسل ډول پوښتل شوې دي
د مومو د استازي حساب څه ډول راجستر کړو؟
د ام ټي ان د خدمتونو څانګې ته د خپلې پیژندنې له معتبرو اسنادو سره مراجعه وکړئ
استازي ته لاندې اسناد ور کړئ
- پېژندپاڼه
- د سوداګرۍ اصلي جواز
- د سوداګرۍ د ثبت او جواز اسناد
- د شرایطو او مقرراتو منل( د ام ټي ان سره د استازي هوکړه لیک لاسلیک کول)
- د ام ټي ان د خبرتیا سره سم باید پانګونه پیل کړي.
پین کوډ څه ډول بدل کړو؟
- *222# ډایل کړئ، زما حساب وټاکئ او بیا خبرتیاوې وڅارئ