مومو

پلورونکی

د ام ټي ان مومو سره تاسو کولای شئ د توکو او خدمتونو دپیرلو په بدل کې په پلورنځیو، لویو مارکېټونو، مسافرتي شرکتونو او هوټلونو کې اداینې تر سره کړئ.

که چېرې تاسو هټۍ، رسټورانټ او یا بله سوداګرۍ لرئ او د خپلو پیرودونکو څخه پیسې تر لاسه کوئ نو خپله د ام ټي ان شمېره د مومو په پلورونکو کې راجستر کړئ او په آسانۍ سره د الکترونیکي پیسو د تر لاسه کولو څخه خوند واخلئ.

کله چې تاسو د مومو په پلورونکو کې خپل ځان راجستر کړئ نو له لاندې ګټو څخه به برخمن شئ:

  1. په چټک ډول له نغدو پیسو پرته په الکترونیکي ډول د پیسو تر لاسه کول
  2. د پیسو د غلا کېدو د ویرې له منځه تلل، ستاسو پیسې به په الکترونیکي ډول د مومو په حساب کې خوندي وي او یوازې به تاسو ورته لاسرسی ولرئ.
  3. د اداینې د لومړۍ لارې په توګه له خپلو هغو پیرودونکو سره چې له الکترونیکي اداینو څخه ګټه اخلي نږدې په اړیکه کې اوسئ.
  4. د خپلو سرچینو او وخت د ضایع کېدو مخنیوی وکړئ چې ستاسو سوداګریزو شریکانو او د موادو برابرونکو ته د اداینو پر مهال لګول کیږي.


د پلورونکي په توګه نوملیکنه وکړئ

اپلېکېشن ډانلوډ کړئ MTN MoMo د

د MTN MoMo اپلېکېشن وروستۍ نسخه د iOS او Android سیستمونو لپاره د لاسرسي وړ ده

Download from Apple App Store    Download from Google Play store