مومو

شرکتونه

د موبایل له لارې د اداینو په ټکنالوژۍ کې پرمختګونو د شرکتونو لپاره دا فرصت رامنځته کړی چې د خپلو نغدو معاملو لګښتونه کم کړي. د مصرفي موادو تولیدي کمپنۍ چې په بازار کې فعالیت کوي له دې فرصت څخه زیاته ګټه اخلي، سر بېره پر دې د موبایل له لارې د اداینو په سکټور کې پرمختګونو د ټولې نړۍ په بازارونو کې په شرکتونو مثبت اغیز کړی. د موبایل شبکې، د اداینو برابرونکي او حکومتونه د دې سکټور له پرمختګونو څخه د ګټې اخیستلو لپاره غوره فرصت لري.

د سوداګریز اداینو لپاره غوره فرصت

د موبایل ټکنالوژي په ټوله نړۍ کې د مالي خدمتونو په برخه کې د انقلاب رامنځته کولو په حال کې ده او ځینو پرمختګونه د پیرودونکي د اړتیا پر آساس دی. په داسې حال کې چې د ټکنالوژۍ وروستیو پرمختګونو د سوداګریزو اداینو او لګښتونو لپاره غوره فرصت رامنځته کړی دی او د کمپنیو لپاره چې په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې دي د مومو خدمتونو د رامنځته کولو په فکر کې دي. حتی په پرمختللو بازارونو کې هم ډېر لږ معاملات په نغدو پیسو تر سره کیږي.

د موبایل اداینو د صنعت محرک

د موبایل سوداګریزې اداینې د اداینو د یوه پراخ ایکو سیستم د رامنځته کولو لپاره فرصت رامنځته کوي. کمپنۍ کولای شي د موبایل ټکنالوژۍ له لارې په کم لګښت سره پیرودونکي، پلورونکي او ویشونکي وهڅوي او په معاملاتو کې له هغوی څخه یو ډول الکترونیکي پیسې وغواړي. دا هڅونه د ویشونکو د چینلونو په منځ کې په مالي معاملو په ځانګړي ډول د پرمختګ په حال کې بازارونو باندې مثبت اغیز لري، ځکه پیرودونکي، پلورونکي او SME ډېر هڅول کیږي تر څو له خپلو موبایلونو څخه د اداینو او د پیسو د لېږد را لېږد لپاره ګټه واخلي.

آسانتیاوې

  • لویې اداینې – د مومو له لارې د معاشونو اداینې
  • د بل اداینه- خپل د برښنا بلونه د مومو له لارې ادا کړئ.
  • خپلو کاري شریکانو ته په آسانه ډول پیسې واستوئ او تر لاسه کړئ.
  • په آسانه او خوندي ډول خپل بانکي حساب ته پیسې واستوئ.
  • د پلورونکي اداینه- په یوه وخت د توکو او خدمتونو د پیرلو په بدل کې د اداینې قابلیت

لاسرسی

  • په آسانه ډول د خپل ځان لپاره د مومو حساب جوړ کړئ
  • د وخت له ضایع کېدو څخه ډډه وکړئ او له فرصتونو څخه ګټه واخلئ
  • د بانک په اوږدو قطارونو کې له انتظار څخه ډډه وکړئ او هغه د نوي اقتصاد په چارچوب کې ځای پر ځای کړئ.

بسپنې

  • اداینې چټکې کړئ
  • د مالي خدمتونو لپاره د چټکو وسایلو څخه ګټه واخلئ
  • د پیسو د لېږد او مالي خدمتونو لګښتونه کم کړئ

باور

  • د خوندیتوب لپاره تدابیر په نظر نیول شوي او د باصلاحیت ادارې یا افغانستان بانک لخوا تایید شوي په دې دلیل د پیرودونکو لپاره د خوندیتوب په اړه بیا ځلي ډاډ ور کول کیږي.
  • د مالي معاملو د پراختیا لپاره د بانکونو سره دوه اړخیزه همکاري شتون لري.
  • ټول حسابونه د پین کوډ په واسطه خوندي شوي دي.


په اړیکه کې اوسئ

اپلېکېشن ډانلوډ کړئ MTN MoMo د

د MTN MoMo اپلېکېشن وروستۍ نسخه د iOS او Android سیستمونو لپاره د لاسرسي وړ ده

Download from Apple App Store    Download from Google Play store