زموږ تاریخچه

زموږ کیسه

ام ټي ان د ټکنالوژیکي او ډیجیټل بدلونو په لومړۍ کرښه کې د موبایل له لارې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مخکښه شبکه ده. زموږ مرکزي دفتر د جنوبي افریقا په پلازمینه جهانسبورګ کې موقعیت لري او له هغې ځای څخه زموږ د ارزښتونو په ړنا کې موږ د افریقا په لویه وچه او منځني ختیځ کې خپلو پیرودونکو ته غوره مخابراتي خدمتونو وړاندې کوو. دا سیمه په نړۍ کې په چټک ډول د موبایل له لارې د ارتباطاتو د غځېدو لپاره تر ټولو مساعده سیمه ده.

په جنوبي افریقا کې د ډیموکراسۍ د رامنځته کېدو په لومړیو کې رامنځته شوې، د ارتباطاتو په پرمختللو زیربیناوو باندې په پانګونې او خلکو له وړیتاوو څخه په ګټې اخیستنې سره موږ په بیساري ډول چټک پرمختګ وکړ. اوسمهال موږ په 22 هېوادونو کې د مخابراتي جواز په لرلو خپلو پیرودونکو ته د غږیزو اړیکو، انټرنټ او ډیجیټل خدمتونه وړاندې کوو.

همدا راز موږ په 24 هېوادونو کې شرکتونو او عامه سکټور ته د پانګونې ځانګړي وړاندیزونه وړاندې کوو. په افریقا کې زموږ برنډ تر ټولو بااعتباره او د ارزښتمن برنډ دی.

موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.