ام ټي ان ګروپ په عاج ساحل هېواد کې د ام ټي ان د څانګې لپاره نوی رییس په دنده وګوماره

ام ټي ان خوښ دی چې په عاج ساحل کې یې د ام ټي ان څانګې لپاره Djibril Ouattara د عمومي رییس په توګه وټاکله نوموړی به د 2019 کال د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه خپله دنده پیل کړي. پخوانی عمومي رییس Freddy Tchala به د سپټمبر په میاشت کې خپله دنده پرېږدي.

Djibril  د مخابراتو په برخه کې د 15 کلنې تجربې په لرلو سره یو آزمایل شوې څېره ده. په نږدې وختونو کې هغه په کانګو هېواد کې د ام ټي ان د رییس په توګه وکولای شول چې د دې کمپنۍ روښانه ستراتیژي په غوره ډول عملي کړي. د نوموړي په هڅو په شبکه کې د مثبتو بدلونو د رامنځته کولو په سبب د ام ټي ان کانګو د دوهم کال لپاره په مسلسل ډول د غوره شبکې ډالۍ تر لاسه کړه. سر بېره  پر دې، هغه د مومو خدمت د پرمختګ په برخه کې په دوو کلونو کې لږ تر لږه 53 سلنه بازار د مومو د خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستلی دی. Djibril په افریقا، امریکا او اروپا کې دندې تر سره کړې دي. مخکې له دې چې هغه له ام ټي ان سره دنده پیل کړي هغه د عاج ساحل د Canal Plus  او  د Atlantique Togo اتصالات شبکې د عمومي رییس په توګه دنده تر سره کړې ده. نومړي د MBA سند له د امریکا متحده ایالتونو د MIT-Sloan څخه تر لاسه کړی او د عاج ساحل د ENSIA-INSET پوهنتون څخه یې د انجینرۍ سند تر لاسه کړی دی. د ام ټي ان کانګو اوسنی  د معلوماتو او تخنیکي برخې مسوول به د نوې رییس تر ټاکلو کېدو پورې د ام ټي ان کانګو د سرپرست رییس په توګه دنده تر سره کړي.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په 1994 م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل 240 میلیونه پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.

 


اړوند خبرونه