لکه څرنګه چې د اقلیمي بدلونونو اغیزې په زیاتېدونکي ډول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې څرګندیږي، ام ټي ان د یوې سالمې سیارې په ګټو باور لري او ژمن دی چې تر 2040م کال پورې د شین کوریزو ګازونو کچه صفر ته راټیټه کړي.

د ځمکې د کرې د حرارت درجې په لوړېدو سره په هېوادونو، ټولنو او خلکو د هغې اغېزې هم ډېرې شوې دي، ام ټي ان پر علمي اصولو ولاړې موخې ټاکلې دي تر څو د هغوی پر بنسټ تر 2030م  کال پورې په 1، 2 او 3 پړاوونو کې د شین کوریزو ګازونو (TCO_2e) د خپرېدو کچه %47 ته راټیټه کړي.

د ام ټي ان ګروپ عمومي رییس ښاغلي رالف موپیتا(Ralph Mupita) په دې اړه وویل: ” په لویه کچه د ډیجیټل او مالي خدمتونو د پراختیا په موخه موږ د مخابراتو په برخه کې زېربنایي کارونه ترسره کړي او په دې برخه کې خدمتونه وړاندې کوو، موږ په دې باور یو چې زموږ بریا او پرمختګ باید د ځمکې د کرې د راتلونکې په بیه نه وي.

نوموړي زیاته کړه: موږ باید د خپلې ټولنې اړتیاوې پوره کړو او ستونزو ته د حل لارې چارې ومومو او په دې ډول د اقلیمي بدلونونو د اغیزو په راکمولو کې خپل رغنده رول ادا کړو.

د GHG د شین کوریزو ګازونو د کمولو موخې چې د ام ټي ان لخوا ټاکل شوې دي، د ICT له سکتوري موخې سره سمون لري. دا طرحه په دې وروستیو کې د نړۍ د تل پاتې نوښتونو بنسټ(GESI)، (GSMA) او د مخابراتو نړیوالې اتحادیې (ITU) په ګډه همکارۍ د علمي اصولو پر بنسټ جوړه شوې ده. دغه موخې د پاریس د تړون له اصلي موخې څخه چې په نړیواله کچه له اقلیمي بدلونونو څخه راپېښو ګواښونو ته ځواب ویل دي، ملاتړ کوي.

خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ام ټي ان د صفر پروګرام(Zero program) په نوم یوه پروژه پرانیستې ده، ترڅو د نوې ټکنالوژۍ په مرسته خپلو کاري شریکانو ته له برښنا څخه د ګټورې ګټې اخیستنې، د کاربن د تولید د کچې راکمولو، د خطر او لګښتونو د کنټرول له لارې د تلپاتې سوداګرۍ زمینه برابره کړي. ستونزو ته د حل نوې لارې چارې موندل، اغیزمنه نوې ټکنالوژي او د برښنا زیرمه کول د دې پروژې له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

د ام ټي ان ګروپ د ټکنالوژۍ او معلوماتي سیستم رییس ښاغلي چارلس مالاپیسي(Charles Molapisi) په دې اړه وویل: ” د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونه او مخابراتي شبکې د دې وړتیا لري چې په نړیواله کچه د کاربن د تولید د کچې راکمولو  په هڅو کې خپل رغنده رول ادا کړي.”  نوموړي همداراز وویل: موږ د صفر پروګرام(Zero program) پروژې له عملي کېدو څخه خوښ یو

چې په فعاله او دوامداره توګه له برښنا څخه په اغیزمنه توګه ګټل اخیستل او د کاربن د تولید کچه څاري.

GSMA د پاریس تړون لخوا د کاربن د تولید د ټاکلې اندازې او د اقلیمي بدلون د واقعیتونو په اړه د ساینس له دریځ څخه ملاتړ کوي. ام ټي ان د  GSMA د اقلیمي بدلونو پر وړاندې د عمل له ځانګړو غړو څخه دی او د موبایل په صنعت کې به د شین کوریزه ګازونو د تولید کچه صفر ته راټیټه کړي. له دې کار څخه موخه د تلپاتې او له شین کوریزه ګازونو څخه د پاکې راتلونکې رامنځته کول دي.

ښاغلي موپیتا د خپلو خبرو په پای کې وویل: ” موږ د ام ټي ان په تاریخ کې د نوي څپرکي پرانیستې ته ډېر خوښ یو او خپلو مخابراتي خدمتونو ته باید دوام ورکړو. موږ به په افریقا او منځني ختیځ کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د راکمولو لپاره ګټور او رغنده رول ادا کړو، له همدې کبله موږ تر 2040م کال پورې صفر ته د شین کوریزو ګازونو د رسولو موخې ته ژمن یو.”

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په ۱۹۹۴م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري.

ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو. د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په اړیکه کې شئ او ام ټي ان په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ!
https://twitter.com/mtnaf

https://www.instagram.com/MTNAF/

https://www.facebook.com/MTN.afghanistan


اړوند خبرونه