د ام ټي ان مومو څخه کولای شو پیسې یوازې د ام ټي ان مومو له استازو او یا په ټول هېواد کې د ام ټي ان د پيرودونکو د خدمتونو له څانګو څخه تر لاسه کړو.

د مومو راجستر شوی کارونکی باید د پیسو تر لاسه کولو لپاره لاندې کارونه تر سره کړي:

  • له خپل موبایل سره د مومو استازي او یا د ام ټي ان د خدمتونو څانګې ته مراجعه وکړي
  • استازي ته باید له خپل حساب څخه د پیسو د تر لاسه کولو غوښتنه ووایي
  • استازي ته د خپل موبایل شمېره ووایئ
  • استازی به د معاملې د تر سره کولو چاره پیل کړي او تاسو به په خپل موبایل کې یوه خبرتیا تر لاسه کړئ. لیکلی پیغام ولولئ، د پیسو اندازه تایید کړئ د سموالي په صورت کې خپل پین کوډ ولیکئ.
  • تاسو به په بریالیتوب سره د پيسو د تر لاسه کولو په اړه یو بل لیکلی پیغام تر لاسه کړئ.
  • وړاندې له دې چې د مومو څانګه پرېږدۍ ځان ډاډمن کړئ چې خپل معامله مو د مومو د استازي د یادښتونو په کتابچه کې ثبت او لاسلیک کړې ده.

څه ډول کولای شو؟

اپلېکېشن ډانلوډ کړئ MTN MoMo د

د MTN MoMo اپلېکېشن وروستۍ نسخه د iOS او Android سیستمونو لپاره د لاسرسي وړ ده

Download from Apple App Store    Download from Google Play store