اړیکې او غږیز پیغامونه

ام ټي ان مهربان

عمومي کتنه:

له ام ټي ان مهربان سره د ام ټي ان افغانستان پیرودونکي کولای شي له خپلو ملګرو سره هغه وخت چې د دوی په حساب کې کافي کرېډټ نه وي په اړیکه کې پاتې شي. اړیکه نیوونکی د اړیکې له ترلاسه کوونکي څخه غوښتنه کوي چې د اړیکې لګښت ادا کړي، د ترلاسه کوونکي د منلو په صورت کې د اړیکې لګښت د هغه/ هغې له حساب څخه ګرځول کیږي. د اړیکه نیوونکي لپاره د اړیکې لګښت دقیقه ۴ افغانۍ ده.

دا خدمت څه ډول کار کوي؟

د ام ټي ان مهربان له لارې د اړیکې نیولو لپاره په لاندې لارښوونو عمل وکړئ: ( په دې خدمت کې اړیکه نیوونکی اړیکه نیسي او د اړیکې ترلاسه کوونکی یې لګښت پرې کوي).

لومړۍ مرحله: اړیکه نیوونکی د ۴۴۴ شمېره ډایلوي.

دوهمه مرحله: اړیکه نیوونکی ثبت شوي غږیز پيغام ته غوږ نیسي او خپل د خوښې وړ ژبه ټاکي (انګلیسي، دري، پښتو)

درېیمه مرحله: د خوښې وړ ژبې له ټاکلو وروسته، اړیکه نیوونکی له وړاندې ثبت شوي پیغام ته غوږ نیسي چې وایي: “د ام ټي ان مهربان خدمت ته ښه راغلاست، په مهربانۍ سره د ام ټي ان لس رقمي شمېره چې غواړي ستاسو د اړیکې لګښت ادا کړي ډایله کړئ”

څلورمه مرحله: د ام ټي ان د ۱۰ رقمي شمېرې له ډایلولو وروسته، اړیکه نیوونکی له وړاندې ثبت شوي پیغام ته غوږ نیسي چې وایي: “< ####### > د تایید لپاره د ۱ تڼۍ کیکاږئ، د بیا ډایلولو لپاره د ۲ تڼۍ کیکاږئ، په مهربانۍ سره صبر وکړئ ترڅو موږ ستاسو غوښتنه واستوو”

پنځمه مرحله: اړیکه نیوونکی له تایید وروسته، له وړاندې  ثبت شوی پیغام اوري چې وایي: ” په مهربانۍ سره صبر وکړئ ترڅو ستاسو غوښتنه واستول شي”.  د اړیکې ترلاسه کوونکی یو ثبت شوی پیغام تر لاسه کوي چې وایي:  “تاسو له  <######> شمېرې څخه اړیکه لرئ چې لګښت به یې تاسو ادا کوئ، د تایید لپاره د ۱ تڼۍ کیکاږئ او د اړیکې د لغوه کولو لپاره د ۲ تڼۍ کیکاږئ”

شپږمه مرحله: د ترلاسه کوونکي د تایید په صورت کې، د دواړو اړخونو ترمنځ اړیکه ټینګیږي.

اوومه مرحله: که چېرې اړیکه ترلاسه کوونکی د اړیکې غوښتنه رد کړي، اړیکه نیوونکی له وړاندې ثبت شوی پیغام اوري چې وایي: ” ستاسو د اړیکې غوښتنه ونه منل شوه”

اړونده موضوعات