روغتیا

د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت د "وینه ډالۍ کړئ او ژوند وژغورئ" وینې د ډالۍ کولو کمپاین په بریالیتوب سره پیل کړ

د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت د “وینه ډالۍ کړئ او ژوند وژغورئ” وینې د ډالۍ کولو کمپاین په بریالیتوب سره پیل کړ

د وینې د ډالۍ کولو دغه کمپاین د 1398 کال د غوایي میاشتې په 2 نېټه چې د 2019 کال د اپریل میاشتې له 22 نېټې سره سمون خوري، د کابل په نوي ښار کې د ام ټي ان افغانستان په مرکزي دفتر کې ترسره شو. د دغه کمپاین اصلي موخه له هغو ناروغانو سره مرسته کول وو چې وینې ورکولو ته ډېره اړتیا لري او د ژوند په هره ستونزمنه شېبه کې زمونږ د وینې سخاوتمندانه ورکړې ته انتظار باسي. همدا راز موږ باید په خپله ټولنه کې د مرستې او د ګډ مسوولیت د احساس کلتور ته وده ورکړو چې موږ پکې ژوند کوو. 

د ام ټي ان افغانستان شا او خوا 140 تنو څخه زیاتو کارکوونکو، چې د دغه شرکت د رئیس ښاغلي عباد رضا په ګډون پکې د مختلفو منصبونو کارکوونکو ګډون درلود، په دغه کمپاین کې په داوطلبانه ډول ونډه واخیسته او 70000 سي سي وینه پکې راټوله شوه.

د ام ټي ان افغانستان عمومي رییس ښاغلي عباد رضا د دغه کمپاین پر مهال وویل: د وینې ډالۍ کول زموږ د ژوند تر ټولو ارزښتمنده ډالۍ ده چې موږ یې خپلې ټولنې ته ورکوو او پرته له دې چې الله ج موږ ته د دغې قربانۍ اجر او بدل راکړي، په نړۍ کې بل هېڅ شی نه شي کولای چې د دغې ډالۍ بیه پوره کړي. هغه همدا راز زیاته کړه چې په افغانستان کې له خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر مخ بیولو سره سره مونږ دا یو مسوولیت او اخلاقي رسالت ګڼو چې د هغې ټولنې له بېوزله او ناچاره وګړو سره مرسته او ملاتړ وکړو چې موږ پکې فعالیت لرو. نوموړي همدا راز د خپلو خبرو په پای کې د ام ټي ان خیریه بنسټ د فعالیتونو او لرلید او د ټولو هغو کارکوونکو ستاینه وکړه چې په داوطلبانه ډول یې د خپل دیني او اخلاقي مسوولیت په احساسولو سره د وینې ډالۍ کولو په دغه سپېڅلي کمپاین کې ونډه واخیسته.

د افغانستان د وینې د مرکزي بانک ريیس د ام ټي ان افغانستان د دغه نوښت ډېره ستاینه وکړه او ویې ویل: د ام ټي ان له لورې دغه ډول کمپاین ثابتوي چې نوموړی شرکت په افغانستان کې یوازې خپل سوداګریز فعالیتونه پر مخ نه بیايي، بلکې د ټولنې د اړو او ناچاره خلکو د ژوند د ښېګڼې او خوندي کولو لپاره هم د مسوولیت احساس کوي او زه د خپلې ادارې له لورې تاسو ته ډاډ درکوم چې د ام ټي ان د کارکوونکو له لورې ډالۍ شوې او راټوله شوې وینه به مستحقو خلکو ته په وړیا ډول ووېشل شي

د ام ټي ان افغانستان د موسسوي چارو رییس ښاغلي هدایت الله زاهد وویل: څنګه چې د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت تل تر ټولو مهم لومړیتوبونه په نظر کې نیسي او د ټولنې اړتیاوې په کټګوریو وېشي، له همدې امله یې د ځل د وینې ډالۍ کولو نوښت پيل کړ ځکه چې د تلیسیمیا عاجلو ناروغانو ته د وینې ورکول اړین او ډېر مهم دي. نوموړي همدا راز د ټولنې نور وګړي چې روغ صحت لري، وهڅول چې خپلو اړمنو وروڼو او خوېندو ته د خدای ورکړي نعمت وینې ورکولو لپاره خپل لستوڼي پورته کړي چې ښايي د هغوی ژوند وژغورل شي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د ام ټي ان افغانستان مخابراتي شرکت تل د هغو خلکو صادقانه خدمت ته ځان رسولی دی چې په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي، د مستحقو زده کوونکو لپاره یې په روان کال کې 600 بورسونه، په کورنیو بیځایه شویو د کمپلو ویش، راستنیدونکو سره د اړینو توکو د بستو مرسته٬ ولایتي روغتونو سره د روجاي ګانو٬ توشکو او بالښتونو د پوښونو مرسته٬ د مدرسو په نوي کولو او پراخولو کې مرسته کول، دځوانانو لپاره د ظرفیت لوړونې او معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکزونو جوړول٬ د کابل د لېسو زده کوونکو ته د قرطاسیې او د زده کړې د نورو اړینو موادو وېشنه، د یلو پاملرنې 21 ورځني کمپاین په لړ کې په کابل کې یتیمانو او ښوونکو لپاره د کمپيوټر خونو جوړول شامل دي چې هر کال د جون له لومړۍ نېټې څخه پيل کيږي او په ټولو هغو ۲۱ هېوادونو کې ترسره کیږي او دا د ام ټي ان افغانستان د خدمتونو فوق العاده بېلګې دي. دا لومړی ځل نه دی چې د ام ټي ان افغانستان له لوري د وینې ډالۍ کولو کمپاین په لار اچول کیږي بلکې په 2016 کال هم د دې شرکت له 150 تنو څخه  زیاتو کارکونکو په ورته کمپاین کې ونډه اخیستې وه چې په ترڅ کې یې شاوخوا 80000 سي سي وینه د افغانستان د وینې بانک ته ډالۍ کړه.

Related Spotlights