ام ټي ان له تاسو سره مرسته کوي چې یوازې د 131 شمېرې په ډایل کولو سره له متخصصو ډکټرانو څخه روغتیایي سپارښتنې ترلاسه کړئ. له دې امله د سهار له 8:00 بجو څخه د شپې تر 10:00 بجو پورې اړیکه ونیسئ او خپلو روغتیايي ستونزو اړوند مرسته ترلاسه کړئ
همداراز په مرسته یې ګډون کوونکي کولای شي په سیمه کې د ډېرو مشهورو ناروغیو اړوند له وړاندې ثبت شویو مطالبو له لارې د ناروغیو، نښو نښانو، عواملو، مخنیوي او درملنې اړوند معلوماتو ته غوږ ونیسي
دا خدمت په پښتو، دري او انګلیسي ژبې د لاسرسي وړ دي.
د غږیز خدمت 131 شمېره ډایله کړئ، خپل د خوښې وړ ژبه او بیا بکسه وټاکئ.
د بکسو جزئیات:
د بکسې ډول | د بکسې بیه | د بکسې دقیقې | د اعتبار موده |
ورځنۍ بکسه | 4 افغانۍ | 30 | 1 ورځ |
اونیزه بکسه | 20 افغانۍ | 120 | 7 ورځې |
میاشتنۍ بکسه | 45 افغانۍ | 180 | 30 ورځې |
د خپلو پاتې دقیقو د معلومولو لپاره د غږیز خدمت 131 شمېره ډایله کړئ، بیا د حساب د مدیریت لپاره د 0 تڼۍ کیکاږئ او وروسته د خپلو پاتې دقیقو د معلومولو لپاره د 4 تڼۍ کیکاږئ.
د 131 شمېره ډایله کړئ، بیا د حساب د تنظیمولو لپاره د 0 تڼۍ کیږئ، د غیر فعالولو لپاره د 3 تڼۍ کیکاږئ او وروسته د بیا ځلي تایید لپاره د 1 تڼۍ کیکاږئ.