خدمتونه

ام ټي ان مهربان

د فعالولو طریقه

د ام ټي ان مهربان له لارې د اړیکې د ټینګولو لپاره، لاندې ګامونه واخلئ: (کله چې د الف اړخ د اړیکې ټینګونکی او د ب اړخ د اړیکې ترلاسه کوونکی وي).

لومړۍ ګام: د الف اړخ 444 ډایل کوي 

دویم ګام: د الف اړخ له وړاندې ثبت شوي پیغام ته غوږ نیسي چې د خپلې خوښې وړ ژبه (انګلیسي، دري یا پښتو) وټاکي

درېیم ګام:  د خوښې وړ ژبې له ټاکلو سره سم، د الف اړخ له وړاندې ثبت شوي پیغام ته غوږ نیسي چې وایي (د ام ټي ان مهربان خدمت ته ښه راغلاست، مهرباني وکړئ هغه 10 رقمي شمېره ډایله کړئ چې تاسو غواړئ د دې اړیکې لګښت پرې کړي)

څلورم ګام: د الف اړخ به د 10 رقمي شمېرې له لیکلو وروسته له وړاندې ثب شوي پیغام ته غوږ ونیسي چې وایي (د ب اړخ شمېره، د تایید لپاره د 1 تڼۍ او د بیا ځلي لیکلو لپاره د 2 تڼۍ کیکاږئ) مهرباني وکړئ د اړیکې د لېږلو پر مهال صبر وکړئ

پنځم ګام: د الف اړخ له تاییدۍ وروسته به له وړاندې ثب شوی پیغام وغږول شي (مهرباني وکړئ د ب اړخ ته د اړیکې لیږدولو پر مهال صبر وکړئ) د ب اړخ به له وړاندې ثبت شوي پیغام سره اړیکه ترلاسه کړي. له تاسو څخه غوښتنه شوې د الف اړخ څخه د د دې اړیکې لګښت پرې کړئ. د منلو لپاره د 1 تڼۍ او د رد کولو لپاره د 2 تڼۍ کیکاږئ.

شپږم ګام: د ب اړخ اړیکه تاییدوي او په دې سره به د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.

اووم ګام: که چېرې د ب اړخ اړیکه رد کړي، له وړاندې ثبت شوی پیغام به خپور شي (ستاسو د اړیکو ټینګولو غوښتنه رد شوه)