د انټرنټ یو ساعته بکسه:

اوس ام ټي ان د انټرنټ یو ساعته بکسه په مناسبه بیه یعنې هر ساعت د 15 افغانیو په بدل کې وړاندې کوي. د ام ټي ان له انټرنټ سره په هر ځای کې له خپلو ملګرو، د کورنۍ غړو  او سوداګرۍ سره ونښلئ.

څه ډول کار کوي؟

نښلېدل ډېر آسانه دي، په آسانۍ سره زموږ په یو ساعته انټرنټ بکسه کې یوازې د 15 افغانیو په بدل کې ګډون وکړئ او د یوه ساعت لپاره بې پایه انټرنټ تر لاسه کړئ. په یو ساعته بکسه کې د ګډون لپاره #۶۱*۳۴۴* ډایل کړئ او یا ۶۱ د ۳۴۴ شمېرې ته واستوئ.

دا بکسه د ام ټي ان د 2G/3G/4G، د مخکې اداینې او وروسته اداینې ټولو پیرودونکو لپاره په ټول افغانستان کې د لاسرسي وړ ده.

شرایط او مقررات:

  • د ام ټي ان د 2G/3G/4G، د مخکې اداینې او وروسته اداینې ټول پیرودونکي کولای شي په یو ساعته انټرنټ بکسه کې ګډون وکړي.
  • پيرودونکي کولای شي په یو ساعته انټرنټ بکسه کې د فعالولو د ټولو چینلونو له لارې لکه: د #۶۱*۳۴۴* په ډایلولو یا د #۳۴۴* په ډایلولو او بیا له ۶ سره په ځواب ور کولو او یا ۶۱د ۳۴۴ شمېرې ته په استولو سره ګډون وکړي.
  • د انټرنټ یو ساعته بکسه د یوه ساعت لپاره د اعتبار لري.
  • پیرودونکي د څو ګوني ګډون اجازه لري.
  • که چېرې پیرودونکي په دې ډول بکسو کې ګډون کړی وي کولای شي په نورو انټرنټ بکسو کې هم ګډون وکړي.
  • د پورته ذکر شوي حالت په صورت کې د هرې بکسې انټرنټ د ګټې اخیستنې د لومړیتوب پر آساس مصرفیږي او هره بکسه د خپلې اعتبار مودې سره سمه پای ته رسیږي.
  • یو ساعته انټرنټ بکسه بیا ځلي نه نوې کیږي.
  • یو ساعته انټرنټ بکسه له یو ساعت وروسته پای ته رسیږي.
  • غیر فعالول د پیرودونکي په پاتې انټرنټ باندې د بکسې د اعتبار مودې تر پای ته رسېدو پورې هیڅ اغیز نه لري.
  • د بکسې د بشپړ لګښت او یا اعتبار مودې د پای ته رسېدو په صورت کې د هر ام بي انټرنټ په بدل کې له پیرودونکي څخه د هغه د تعرفې د اوسني پلان پر آساس لګښت ګرځول کیږي.
  • د عادلانه ګټې اخیستنې پالیسي ( 1200 ام بي) د پلې کېدو وړ ده.

اړوند محصولات

Cash

انټرنټ بکسې

یو ساعته – ورځنۍ او اونیزه بکسه



Cash

غږیزې بکسې

ایران هېواد ته د غږیزو اړیکو بکسې



Cash

د تعرفې پلانونه

د مخکې اداینې پلان