د ام ټي ان د شپنیو بکسو سره د خپلو ملګرو او کورنۍ سره ټوله شپه چت وکړئ، په انټرنټ کې معلومات وپلټۍ او د ټولنیزو رسنیو څخه استفاده وکړئ. اوس تاسو په کم لګښت سره کولای شئ د شپې ناوخته او سهار وختي انلاین شئ او له چټک انټرنټ څخه خوند واخلئ.

اوس د ام ټي ان افغانستان د 2G او 3G د مخکې اداینې او وروسته اداینې ټول پيرودونکي کولای شي زموږ په شپنیو انټرنټي بکسو کې ګډون وکړي او په کمه بیه له چټک انټرنټ څخه خوند واخلي.

څه ډول کارول کیږي؟

په اسانۍ ور سره نښلیدای شئ، د انټرنټ د یوې شپې او 30 شپو له بکسو سره چټک انټرنټ تر لاسه کړئ. په 1 جی بی شپنۍ انټرنټ بکسه کې یوازې د 25 افغانیو په بدل کې د 30 ورځو لپاره ګډون وکړئ، همدارنګه تاسو کولای شئ د 10 جي بي انټرنټ په شپنۍ بکسه کې یوازې د 175 افغانیو په بدل کې د 30 ورځو لپاره ګډون وکړئ. د یوې شپې انټرنټ بکسې د فعالولو لپاره #41*344* ډایل کړئ یا 41 د 344 شمېرې ته واستوئ. د یوې میاشتنۍ شپنۍ بکسې د فعالولو لپاره #42*344* ډایل کړئ یا 42 د 344 شمېرې ته واستوئ.

دا بکسې د ام ټي ان د 3G او 2G  د مخکې اداینې او وروسته اداینې پيرودونکي لپاره په ټول افغانستان کې د لاسرسۍ وړ دي.

د بکسې نوم اندازه بیه د اعتبار موده فعالول غیرفعالول د بکسې د پاتې انټرنټ او اعتبار مودې معلومول په اتومات ډول بیا ځلي نوي کیدل
شپنۍ 1 جی بی 25 افغانۍ 1 شپه 41#*344* 8#*344* 7#*344* هو
شپنۍ 30 جی بی 200 افغانۍ 30 شپې 42#*344* 8#*344* 7#*344* هو

شرایط او مقررات

د ام ټي ان افغانستان د 2G او 3G  د مخکې اداینې او وروسته اداینې ټول پيرودونکي کولای شي د انټرنټ په یوې میاشتنۍ او یوې ورځنۍ شپنیو بکسو کې ګډون وکړي.
پیرودونکی کولای شي د یوې شپې لپاره د انټرنټ په 1 جي بي په شپنۍ بکسه کې د فعالولو د ټولو لارو لکه: د #41*344* په ډایلولو، #344* په ډایلولو وروسته د 4 او بیا د 1 تڼۍ په کیکاږلو یا 41 د 344 شمېرې ته په استولو سره ګډون وکړي .
پيرودونکي کولای شي د 30 ورځو لپاره د انټرنټ په 10 جی بی شپنۍ بکسه کې د فعالولو د ټولو لارو لکه: د #42*344* په ډایلولو، #344* په ډایلولو وروسته د 4 او 2 تڼۍ په کیکاږلو یا 42 د 344 شمېرې ته په استولو سره ګډون وکړي.
1 جي بي شپنۍ بکسه د یوې شپې لپاره او 10 جي بي شپنۍ بکسه د 30 شپو لپاره اعتبار لري.
پیرودونکي اجازه لري چې په څو شپنیو بکسو کې ګډون وکړي.
له یوې څخه په زیاتو شپنیو بکسو کې د ګډون په صورت کې د پيرودونکي ټول انټرنټ جمع کیږي او د اعتبار موده یې 1 شپې ته رسیږي.
له یوې څخه په زیاتو میاشتنیو شپنیو بکسو کې د ګډون په صورت کې د پيرودونکي ټول انټرنټ جمع کیږي او د اعتبار موده یې 30 شپو ته رسیږي.
که چیرې پیرودونکي په یوې شپنۍ بکسه کې ګډون کړی وي کولای شي، په نورو شپنیو بکسو کې هم ګډون وکړي.
په پورته ذکر شوي حالت کې د هرې بکسې انټرنټ د بکسې د لومړیتوب سره سم لګول کیږي او هره بکسه د خپل د اعتبار مودې له بشپړیدو سره سمه ختمیږي.
اتومات بیا ځلي نوي کېدل یوازې د وروستۍ فعالې شوې بکسې لپاره د پلي کېدو وړ دي.
ټولې شپنۍ بکسې د اعتبار مودې له ختمېدو وروسته په اتومات ډول بیا ځلي نوې کیږي.
د پیرودونکي په حساب کې د کافې اندازې کریډټو د نشتون په صورت کې په اتومات ډول د بکسې بیا ځلي نوي کېدل تر 72 ساعتونو پورې ځنډیږي، که پیرودونکي په ټاکل شوې موده کې خپل حساب ته کریډټ زیات کړل، په اتومات ډول به په وروستۍ فعاله شوې بکسه کې ګډون وکړي.
پیرودونکی کولای شي دا بکسه د غیر فعالولو له ټولو لارو لکه: #8*344* په ډایلولو، #344* په ډایلولو او وروسته د 8 او 1 تڼۍ په کیکاږلو یا D د 344 شمېرې ته په استولو سره غیر فعاله کړي.
غیر فعالول د پیرودونکي په پاتې انټرنټ باندې د بکسې د اعتبار مودې تر ختمېدو پورې اغیز نه لري.
غیر فعالول یوازې په اتومات ډول د بیا ځلي نوي کېدو مخنیوی کوي
د بکسې د اعتبار د مودې د پای ته رسېدو وروسته د پيرودونکي پاتې انټرنټ ګرځول کیږي
پيرودونکی کولای شي د بکسې پاتې انټرنټ او د اعتبار موده د لاندې لارو لکه: #7*344* په ډایلولو، #344* په ډایلولو او وروسته د 7 تڼۍ په کیکاږلو یا 7 د 344شمېرې ته په استولو سره وګوري.
د انټرنټ شپنۍ بکسې یوازې د شپې له 11:00 د سهار تر 7:00 بجو پورې د استفادې وړ دي.

اړوند محصولات

Cash

انټرنټ بکسې

یو ساعته – ورځنۍ او اونیزه بکسه



Cash

انټرنټ بکسې

میاشتنۍ بکسې



Cash

انټرنټ بکسې

شپنۍ بکسه