آیا تاسو نه غواړئ یوازې د فیسبوک سره بوخت و اوسئ؟ که مو ځواب هو وي، ام ټي ان تاسو ته د انټرنټ اجتماعي بکسې وړاندې کوي او له دې بکسو سره تاسو کولای شئ بیلا بیل سایټونه وګورئ او له نورو OTT اپلیکیشنونو څخه استفاده وکړئ. د ام ټي ان 2G، 3G او 4G د وروسته اداینې او مخکې ادینې ټول پیرودونکي کولای شي په مارکیټ کې د انټرنټ له اجتماعي بکسو څخه په کم لګښت ګټه واخلي.

څه ډول کارول کیږي؟

په اسانۍ ورسره نښلیدای شئ، د انټرنټ په 50 ام بي اجتماعي بکسه کې یوازې د 4 افغانیو په بدل کې د 24 ساعتونو لپاره ګډون وکړئ. د انټرنټ په 150ام بي اجتماعي بکسه کې یوازې د 18 افغانیو په بدل کې د 7 ورځو لپاره ګډون وکړئ، همدارنګه تاسو کولای شئ د انټرنټ په 460 ام بي اجتماعي بکسه کې یوازې د 50 افغانیو په بدل کې د 30 ورځو لپاره ګډون وکړئ.

د ورځنۍ اجتماعي بکسې د فعالولو لپاره #511*344* ډایل کړئ یا په پیغام پاڼه کې 511 ولیکئ او 344 شمېرې ته یې واستوئ.

د اونیزې اجتماعي بکسې د فعالولو لپاره #512*344* ډایل کړئ یا په پیغام پاڼه کې 512 ولیکئ او 344 شمېرې ته یې واستوئ.

د میاشتنۍ اجتماعي بکسې د فعالولو لپاره #513*344* ډایل کړئ یا په پیغام پاڼه کې 513 ولیکئ او 344 شمېرې ته یې واستوئ.

د انټرنټ اجتماعي بکسې د ام ټي ان د 3G، 2G او 4G د وروسته اداینې او مخکې اداینې ټولو پیرودونکو لپاره په ټول افغانستان کې د لاسرسۍ وړ دي.

د بکسې نوم اندازه بیه د اعتبار موده فعالول غیر فعالول د بکسې د پاتې انټرنټ او اعتبار مودې معلومول په اتومات ډول بیا ځلي نوي کېدل
ورځنۍ اجتماعي بکسه 50 ام بي 5 افغانۍ 24 ساعت 511#*344* 8#*344* 7#*344* هو
اونیزه اجتماعي بکسه 170 ام بي 18 افغانۍ 7 ورځې 512#*344* 8#*344* 7#*344* هو
میاشتنۍ اجتماعي بکسه 475 ام بي 50 افغانۍ 30 ورځې 513#*344* 8#*344* 7#*344* هو

شرایط او مقررات

  • د ام ټي ان افغانستان د 3G، 2G او 4G د مخکې اداینې او وروسته ادینې ټول پیرودونکي کولای شي په ورځنۍ، اونیزې او میاشتنۍ اجتماعي بکسو کې ګډون وکړي
  • پیرودونکي کولای شي 50 ام بي ورځنۍ اجتماعي بکسه د فعالولو د ټولو لارو لکه: #511*344* په ډایلولو، #344* په ډایلولو او وروسته د 5 او 1 تڼۍ په کیکاږلو یا 511 د 344 شمېرې ته په استولو سره فعاله کړي.
  • پیرودونکي کولای شي 150 ام بي اونیزه اجتماعي بکسه د فعالولو د ټولو لارو لکه: #512*344* په ډایلولو، #344* په ډایلولو او وروسته د 5 او 2 تڼۍ په کیکاږلو یا 512 د 344 شمېرې ته په استولو سره فعاله کړي.
  • پیرودونکي کولای شي 460 ام بي میاشتنۍ اجتماعي بکسه د فعالولو د ټولو لارو لکه: #513*344* په ډایلولو، #344* په ډایلولو او وروسته د 5 او 3 تڼۍ په کیکاږلو یا 513 د 344 شمېرې ته په استولو سره فعاله کړي.
  • ورځنۍ اجتماعي بکسه د 24 ساعتونو لپاره د اعتبار وړ ده.
  • اونیزه اجتماعي بکسه د 7 ورځو لپاره د اعتبار وړ ده
  • میاشتنۍ اجتماعي بکسه د 30 ورځو لپاره د اعتبار وړ ده.
  • پيرودونکی د څو ګډونونو اجازه لري.
  • له یوې څخه په زیاتو اجتماعي بکسو کې د ګډون په صورت کې د پيرودونکي ټول انټرنټ جمع کیږي او د اعتبار موده یې د هغو بکسو د اعتبار د مودې سره سمه چې پيرودونکی پکې ګډون کړی تنظیمیږي.
  • که چیرې پيرودونکي په یوه بکسه کې ګډون کړي وي کولای شي په نورو بکسو کې هم ګډون وکړي.
  • په پورته ذکر شوي حالت کې د هرې بکسې انټرنټ د هغې بکسې د لومړیتوب پر بنسټ لګول کیږي او هره بکسه د خپل اعتبار مودې له بشپړیدو سره سمه ختمیږي.
  • په اتومات ډول بیا ځلي نوي کېدل یوازې په وروستۍ فعالې شوې بکسې لپاره د پلي کېدو وړ دي.
  • ټولې اجتماعي بکسې د اعتبار مودې له ختمېدو وروسته په اتومات ډول بیا ځلي نوې کیږي.
  • د پیرودونکي په حساب کې د کافې اندازې کریډټو د نشتون په صورت کې، په اتومات ډول د بکسې بیا ځلي نوي کېدل تر 72 ساعتونو پورې ځنډیږي، که پیرودونکي په ټاکل شوې موده کې خپل حساب ته کریډټ زیات کړي، په اتومات ډول به په وروستۍ فعاله شوې بکسه کې ګډون وکړي.
  • پيرودونکي کولای شي دا بکسې د غیر فعالولو د ټولو لارو لکه: #8*344* په ډایلولو، #344* په ډایلولو او وروسته د 8 او 1 تڼۍ په کیکاږلو یا D د 344 شمېرې ته په استولو سره غیر فعالې کړي.
  • غیر فعالول د پیرودونکي په پاتې انټرنټ باندې د بکسې د اعتبار مودې تر ختمېدو پورې اغیز نه لري.
  • غیر فعالول یوازې په اتومات ډول د بیا ځلي نوي کېدو مخنیوي کوي.
  • د بکسې د اعتبار مودې له ختمېدو وروسته د پيرودونکي پاتې انټرنټ ګرځول کیږي.
  • پیرودونکي کولای شي خپل پاتې انټرنټ او د اعتبار موده د لاندې لارو لکه: #7*344* په ډایلولو، #344* په ډایلولو او وروسته د 7 تڼۍ په کیکاږلو یا 7 د 344 شمېرې ته په استولو سره وګوري.
  • د ټولو اجتماعي بکسو 50 سلنه انټرنټ د فیسبوک او 50 سلنه د عادي انټرنټ د استفادې لپاره ځانګړي شوي دي، همدارنګه پیرودنکي کولای شي ټول انټرنټ یوازې د فیسبوک لپاره هم و کاروي.
  • که چېرې پیرودونکي د اجتماعي بکسې له انټرنټ څخه د فیسبوک لپاره استفاده کوي، نو د فیسبوک لپاره ځانګړی شوی انټرنټ یې مصرفیږي او که په عادي ډول د Google، You Tube، OTTs او نورو ویب سایټونو څخه د استفادې په صورت کې د عادي ګټې اخیستنې لپاره ځانګړی شوی انټرنټ مصرفیږي.

اړوند محصولات

Cash

انټرنټ بکسې

یو ساعته – ورځنۍ او اونیزه بکسه



Cash

انټرنټ بکسې

میاشتنۍ بکسې



Cash

انټرنټ بکسې

شپنۍ بکسه