آیا غواړئ له وروستیو پیښو څخه خبر شئ، په انټرنټ کې معلومات وپلټۍ او په ټولنیزو رسنیو کې فعال و اوسئ؟ (د ام ټي ان افغانستان د 3G،2G او 4G  د مخکې اداینې او وروسته اداینې ټول پيرودونکي کولای شي، پرته له دې چې د ډېر لګښت په اړه اندیښنه وکړي زموږ نوې اونیزه بکسه تر لاسه کړي.

څه ډول کارول کیږي؟

په اسانۍ سره نښلیدای شئ، زموږ د انټرنټ په 500 ام بي اونیزه بکسه کې د 89 افغانیو په بدل کې د 7 ورځو لپاره ګډون وګړئ. د فعالولو لپاره #22*344* ډایل کړئ او یا په پيغام پاڼه کې 22 ولیکئ او د 344 شمېرې ته یې واستوئ.

دا بکسه د ام ټي ان د 3G، 2G او 4G  د مخکې اداینې او وروسته اداینې پيرودونکو لپاره په ټول افغانستان کې د لاسرسۍ وړ ده.

د بکسې نوم اندازه بیه د اعتبار موده فعالول غیر فعالول د انټرنټ د اندازې او اعتبار مودې معلومول په اتومات ډول بیا ځلي نوي کیدل
اونیزه 500 ام بي 89 افغانۍ 7 ورځې 22#*344* 8#*344* 7#*344* هو

 

  • د ام ټي ان افغانستان د 3G، 2G او 4G د مخکې اداینې او وروسته اداینې ټول پيرودونکي کولای شي د انټرنټ په 500 ام بي اونیزه بکسه کې ګډون وکړي.
  • پيرودونکي کولای شي د انټرنټ په 500 ام بي اونیزه بکسه کې، د فعالولو د ټولو لارو لکه: د #22*344* مستقمې USSD له لارې، د #344* په ډایلولو، یا 22 د 344 شمېرې ته په استولو سره ګډون وکړي.
  • د 500 ام بي انټرنټ بکسې پیرودونکي کولای شي په څو بکسو کې ګډون وکړي.
  • له یوې نه په زیاتو اونیزو بکسو کې د ګډون په صورت کې د پيرودونکي ټول انټرنټ جمع کیږي او د اعتبار موده یې 7 ورځو غځیږي.
  • که چېرې پیرودونکي په یوه بکسه کې ګډون کړی وي کولای شي په نورو بکسو کې هم ګډون وکړي.
  • په پورته ذکر شوي حالت کې د هرې بکسې انټرنټ د بکسې د لومړیتوب سره سم لګول کیږي او هره بکسه د خپل اعتبار د مودې له پای ته رسېدو سره سمه ختمیږي.
  • د انټرنټ 425 ام بي اونیزه بکسه، د اعتبار مودې د پای ته رسېدو وروسته په اتومات ډول بیاځلي نوې کیږي.
  • بیا ځلي نوي کېدل د وروستۍ فعالې شوې بکسه لپاره د پلي کیدو وړ دي
  • د پیرودونکي په حساب کې د کریډټو د کموالي په صورت کې په اتومات ډول د بکسې بیا نوي کیدل 72 ساعتونو پورې ځنډیږي، که پیرودونکی د یادې مودې په لړ کې په خپل حساب کې کریډټ ډېر کړي، نو په وروستۍ فعاله شوې بکسه کې به په اتومات ډول ګډون وکړي.
  • پیرودونکي کولای شي خپلې بکسې، د غیر فعالولو له ټولو لارو لکه: #12*344* په ډایلولو، #344*  په ډایلولو او وروسته د 8 بیا د 1 تڼۍ په کیکاږلو یا 12 د 344 شمېرې ته په استولو سره غیر فعاله کړي.
  • غیر فعالول د پیرودونکي په پاتې انټرنټ باندې د بکسې د اعتبار مودې تر ختمېدو پورې اغیز نه لري.
  • غیر فعالول یوازې په اتومات ډول د بیا ځلي نوي کیدو مخنیوی کوي.
  • د بکسې له ختمېدو وروسته د پيرودونکي پاتې انټرنټ ګرځول کیږي.
  • پیرودونکي کولای شي د خپلې بکسې پاتې انټرنټ او اعتبار موده د #7*344* په ډایلولو، #344* په ډایلولو او وروسته د 7 تڼۍ په کیکاږلو او یا 7 د 344 شمېرې ته په استولو سره وګوري.

اړوند محصولات

Cash

انټرنټ بکسې

یو ساعته – ورځنۍ او اونیزه بکسه



Cash

غږیزې بکسې

ایران هېواد ته د غږیزو اړیکو بکسې



Cash

د تعرفې پلانونه

د مخکې اداینې پلان