د ام ټي ان مومو له لارې کورنۍ او ملګرو ته په چټک ډول د پیسو استول

څه ډول کولای شو هغه کس ته چې له ام ټي ان مومو څخه ګټه اخلي، پیسې واستوو؟

  1. ۲۲۲#* ډایل کړئ
  2. د پیسو استولو لپاره له مینو څخه ۱ آپشن وټاکئ
  3. د مومو راجستر شوي کارونکي ته د پیسو استولو لپاره ۲ آپشن وټاکئ
  4. د تر لاسه کوونکي د موبایل شمېره ولیکئ
  5. اندازه ولیکئ
  6.  د خپل مومو پین کوډ ولیکئ
  7. تاسو او تر لاسه کوونکی به په بریالیتوب سره د معاملې د تر سره کېدو په اړه د لیکلي پیغام له لارې یوه خبرتیا تر لاسه کړئ.

څه ډول کولای شو هغه کس ته چې له ام ټي ان مومو څخه ګټه نه اخلي، پیسې واستوو؟

  1. ۲۲۲#* ډایل کړئ
  2. د پیسو استولو لپاره له مینو څخه ۱ آپشن وټاکئ
  3. د مومو ناراجستر شوي کارونکي ته د پیسو استولو لپاره 2 آپشن وټاکئ
  4. د تر لاسه کوونکي د موبایل شمېره ولیکئ
  5. اندازه ولیکئ
  6. د تر لاسه کوونکي سره د نښلېدو لپاره شپږ رقمي پټ کوډ ولیکئ
  7. د خپل مومو پین کوډ ولیکئ
  8.   تاسو او تر لاسه کوونکی به په بریالیتوب سره د معاملې د تر سره کېدو په اړه د لیکلي پیغام له لارې یوه خبرتیا تر لاسه کړئ.

د خپل مومو پین کوډ څه ډول بدل کړو؟

  1. ۲۲۲#* ډایل کړئ
  2. له مینو څخه 5 آپشن وټاکئ( زما حساب)
  3. د پین کوډ د بدلولو لپاره 3 آپشن وټاکئ
  4. د مومو پین کوډ ولیکئ
  5. نوی پین کوډ ولیکئ
  6. نوی پین کوډ تکرار کړئ
  7. تاسو به په بریالیتوب سره د پین کوډ د بدلېدو په اړه د لیکلي پيغام له لارې خبرتیا تر لاسه کړئ.

څه ډول کولای شو خپل د ام ټي ان مومو حساب د انتظار په حالت کې تاییدونې وګورو؟

  1. ۲۲۲#* ډایل کړئ
  2. له مینو څخه 5 آپشن وټاکئ( زما حساب)
  3. د پین کوډ د تایید لپاره 6 آپشن وټاکئ
  4. د ځنډ په حالت کې تاییدونې وټاکئ(لېست)
  5. د تایید لپاره پین کوډ ولیکئ
  6. تاسو به په بریالیتوب سره د تایید د ترسره کېدو په اړه یوه خبرتیا ترلاسه کړئ.

څه ډول کولای شو خپل د ام ټي ان مومو حساب ژبه بدله کړو؟

  1. ۲۲۲#* ډایل کړئ
  2. له مینو څخه 5  آپشن وټاکئ( زما حساب)
  3. د ژبې د بدلولو لپاره 5 آپشن وټاکئ
  4. د پښتو  لپاره 1 ، د انګلیسي لپاره  2  او د دري لپاره 3  آپشن وټاکئ.
  5. پین کوډ ولیکئ
  6.  تاسو به د ژبې د بدلېدو په اړه د لیکلي پیغام له لارې یوه خبرتیا تر لاسه کړئ.

بانکي خدمتونه

بانک ته د پیسو لېږد رالېږد د مومو یو خدمت دی چې پیرودونکي یې په مرسته کولای شي د خپل ځیرک موبایل له لارې د اونۍ په 7 ورځو کې په 24 ساعته ډول له خپل مومو حساب څخه بانکي حساب ته او له بانکي حساب څخه د خپل مومو حساب ته پیسې واستوي.

د دې خدمت څخه د ګټه اخیستلو لپاره پيرودونکي باید د مومو په یوه همکار بانک کې حساب ولري او اړوند بانک ته په مراجعې کولو سره خپل بانکي حساب د مومو له حساب سره ونښلوي.

(یو له بل سره د بانکي او مومو حساب نښلول یوازې یو ځل اړین دي)

له دې خدمت څخه څه ډول ګټه واخلو؟

بانک ته د پیسو ډېرول

  • ۲۲۲#* ډایل کړئ
  • بانکي خدمتونه وټاکئ
  • بانک ته د پیسو ډېرول وټاکئ
  • بانک وټاکئ
  • اندازه ولیکئ
  • د بانک پین کوډ ولیکئ
  • د مومو پین کوډ ولیکئ

له بانک څخه د پیسو تر لاسه کول

  • ۲۲۲#* ډایل کړئ
  • بانکي خدمتونه وټاکئ
  • له بانک څخه د پیسو تر لاسه کول وټاکئ
  • بانک وټاکئ
  • اندازه ولیکئ
  • د بانک پین کوډ ولیکئ
  • د مومو پین کوډ ولیکئ

له خپل مومو حساب څخه پیسې څه ډول تر لاسه کړو؟

د ام ټي ان مومو څخه کولای شو پیسې یوازې د ام ټي ان مومو له استازو او یا په ټول هېواد کې د ام ټي ان د پيرودونکو د خدمتونو له څانګو څخه تر لاسه کړو.

د مومو راجستر شوی کارونکی باید د پیسو تر لاسه کولو لپاره لاندې کارونه تر سره کړي:

  • له خپل موبایل سره د مومو استازي او یا د ام ټي ان د خدمتونو څانګې ته مراجعه وکړي
  • استازي ته باید له خپل حساب څخه د پیسو د تر لاسه کولو غوښتنه ووایي
  • استازي ته د خپل موبایل شمېره ووایئ
  • استازی به د معاملې د تر سره کولو چاره پیل کړي او تاسو به په خپل موبایل کې یوه خبرتیا تر لاسه کړئ. لیکلی پیغام ولولئ، د پیسو اندازه تایید کړئ د سموالي په صورت کې خپل پین کوډ ولیکئ.
  • تاسو به په بریالیتوب سره د پيسو د تر لاسه کولو په اړه یو بل لیکلی پیغام تر لاسه کړئ.
  • وړاندې له دې چې د مومو څانګه پرېږدۍ ځان ډاډمن کړئ چې خپل معامله مو د مومو د استازي د یادښتونو په کتابچه کې ثبت او لاسلیک کړې ده.

څه ډول کولای شو په خپل مومو حساب کې پیسې ډېرې کړو؟

  • د مومو یوه استازي او یا د ام ټي ان نماینده ګۍ ته له خپل موبایل سره مراجعه وکړئ
  • استازي ته ووایئ چې تاسو غواړئ په خپل مومو حساب کې پیسې ډېرې کړئ
  • نغدې پیسې د مومو استازي ته وسپارئ
  • استازي ته د خپل موبایل شمېره ووایئ
  • استازی هماغه اندازه الکترونیکي پیسې ستاسو حساب ته ډېروي. تاسو یو لیکلي پیغام تر لاسه کوی چې پیسې په بریالیتوب سره ستاسو ته حساب ته ډېرې شوې دي
  • وړاندې له دې چې د مومو څانګه پرېږدۍ ځان ډاډمن کړئ چې خپل معامله مو د مومو د یادښتونو په کتابچه کې ثبت کړې ده.

د مومو راجستر شوي کارونکي ته د پیسو استولو لپاره:

  • ۲۲۲#* ډایل کړئ
  • د پیسو استول وټاکئ
  • د تر لاسه کوونکي شخص د موبایل شمېره ولیکئ
  • د موبایل شمېره ولیکئ
  • د پیسو اندازه ولیکئ
  • سرچینه ولیکئ
  • پين کوډ ولیکئ

تاسو او تر لاسه کوونکی  د معاملې له جزئیاتو سره یو لیکلی پیغام تر لاسه کوئ.

په خپل حساب کې پیسې ډېرې کړئ او 50% اضافي ګټې د کرېډټ او انټرنټ بکسو په پیرلو سره ترلاسه کړئ

په خپل مومو حساب کې پیسې ډېرې کړئ او 50% اضافي ګټې خپل ځان او نورو ته د مومو له لارې د کرېډټ په پیرلو او د انټرنټ بکسو په فعالولو سره ترلاسه کړئ.

  • د مومو (*۲۲۲#) کوډ ډایل کړئ
  • کرېډټ او بکسې وټاکئ
  • د کرېډټو پیرل وټاکئ
  • زما لپاره / د نورو لپاره
  • اندازه ولیکئ
  • پین کوډ ولیکئ
  • تاسو به په بریالیتوب سره د کرېډټو د پیرلو په اړه د تاییدۍ یو لیکلی پيغام ترلاسه کړئ

د مومو حساب د پرانیستلو لپاره د ام ټي ان د پیرودونکو د خدمتونو نږدې څانګې ته مراجعه وکړئ او یا له 779 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.