په افغانستان کې د پيرودونکو لپاره د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو د دوام پلان

زموږ ټولو درنو پیرودونکو ته!

ام ټي ان افغانستان د 330 رسمي کار کوونکو په درلودلو سره ویاړي چی شپږ میلیونو مشترکینو ته د هیواد په لرو بر کې خدمتونه وړاندې کوي. ام ټي ان ګروپ چې مرکزي دفتر یې په جنوبي افریقا کې موقعیت لري او د ام ټي ان افغانستان مالک دی، په نږدې وخت کې یې له M1 New Ventures Limited  څخه چې په منځني ختیځ کې ریښې لري یو الزامي وړاندیز  تر لاسه کړی دی چې د نوموړي وړاندیز پر بنسټ سوداګریزه معامله د بیلابیلو شرطونو په شمول د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د تایید او موافقې تابع ده.

د ام ټي ان افغانستان په توګه تاسو ته ډاډ در کوو چې د شرکت په مالکیت کې پلان شوی بدلون به په هیڅ صورت په تاسو (زموږ په پيرودونکو) باندې اغیز ونه کړي. ستاسو سیمکارتونه، فعالې بکسې، په مومو حساب کې شته پيسې او نور خدمتونه به معتبر او خوندي پاتې شي. د وخت په تیریدو سره یوازینی بدلون چې رامنځته کیږي هغه به یو نوی نوم وي.

د مالکیت بدلون د هغو پلانونو یوه برخه ده چې د لومړي ځل لپاره دوه کاله وړاندې د ام ټي ان ګروپ لخوا په سیمه کې له خپلو فعالیتونو څخه د وتلو په اړه اعلان شول تر څو وکولای شي په خپله پان – افریقايي ستراتیژۍ باندې تمرکز وکړي. له هغې وروسته ام ټي ان ګروپ له سوریې او یمن هیوادونو څخه په تدریجي توګه ووت.

موږ د نویو څښتنانو تر مالکیت لاندې – چې دوی ذینفعانو (Stakeholders) ته د ارزښت ور کولو سربیره د بریالۍ او پایدارې سوداګرۍ د پراختیا لیدلوری لري – ژمنه کوو چې تاسو ته د پخوا په څیر د خدمتونو وړاندې کولو ته ادامه ور کړو او د با مسوولیته بیلګیز سوداګریز وګړي په توګه پاتې شو.

په درناوي

عباد رضا

د ام ټي ان افغانستان شرکت| عمومي رییس

ام ټي ان ژمن دی چې له تلپاتې راتلونکې سره د مرستې لپاره تر 2040م کال پورې د شین کوریزو ګازونو کچه صفر ته راټیټه کړي

لکه څرنګه چې د اقلیمي بدلونونو اغیزې په زیاتېدونکي ډول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې څرګندیږي، ام ټي ان د یوې سالمې سیارې په ګټو باور لري او ژمن دی چې تر 2040م کال پورې د شین کوریزو ګازونو کچه صفر ته راټیټه کړي.

د ځمکې د کرې د حرارت درجې په لوړېدو سره په هېوادونو، ټولنو او خلکو د هغې اغېزې هم ډېرې شوې دي، ام ټي ان پر علمي اصولو ولاړې موخې ټاکلې دي تر څو د هغوی پر بنسټ تر 2030م  کال پورې په 1، 2 او 3 پړاوونو کې د شین کوریزو ګازونو (TCO_2e) د خپرېدو کچه %47 ته راټیټه کړي.

د ام ټي ان ګروپ عمومي رییس ښاغلي رالف موپیتا(Ralph Mupita) په دې اړه وویل: ” په لویه کچه د ډیجیټل او مالي خدمتونو د پراختیا په موخه موږ د مخابراتو په برخه کې زېربنایي کارونه ترسره کړي او په دې برخه کې خدمتونه وړاندې کوو، موږ په دې باور یو چې زموږ بریا او پرمختګ باید د ځمکې د کرې د راتلونکې په بیه نه وي.

نوموړي زیاته کړه: موږ باید د خپلې ټولنې اړتیاوې پوره کړو او ستونزو ته د حل لارې چارې ومومو او په دې ډول د اقلیمي بدلونونو د اغیزو په راکمولو کې خپل رغنده رول ادا کړو.

د GHG د شین کوریزو ګازونو د کمولو موخې چې د ام ټي ان لخوا ټاکل شوې دي، د ICT له سکتوري موخې سره سمون لري. دا طرحه په دې وروستیو کې د نړۍ د تل پاتې نوښتونو بنسټ(GESI)، (GSMA) او د مخابراتو نړیوالې اتحادیې (ITU) په ګډه همکارۍ د علمي اصولو پر بنسټ جوړه شوې ده. دغه موخې د پاریس د تړون له اصلي موخې څخه چې په نړیواله کچه له اقلیمي بدلونونو څخه راپېښو ګواښونو ته ځواب ویل دي، ملاتړ کوي.

خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ام ټي ان د صفر پروګرام(Zero program) په نوم یوه پروژه پرانیستې ده، ترڅو د نوې ټکنالوژۍ په مرسته خپلو کاري شریکانو ته له برښنا څخه د ګټورې ګټې اخیستنې، د کاربن د تولید د کچې راکمولو، د خطر او لګښتونو د کنټرول له لارې د تلپاتې سوداګرۍ زمینه برابره کړي. ستونزو ته د حل نوې لارې چارې موندل، اغیزمنه نوې ټکنالوژي او د برښنا زیرمه کول د دې پروژې له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

د ام ټي ان ګروپ د ټکنالوژۍ او معلوماتي سیستم رییس ښاغلي چارلس مالاپیسي(Charles Molapisi) په دې اړه وویل: ” د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ شرکتونه او مخابراتي شبکې د دې وړتیا لري چې په نړیواله کچه د کاربن د تولید د کچې راکمولو  په هڅو کې خپل رغنده رول ادا کړي.”  نوموړي همداراز وویل: موږ د صفر پروګرام(Zero program) پروژې له عملي کېدو څخه خوښ یو

چې په فعاله او دوامداره توګه له برښنا څخه په اغیزمنه توګه ګټل اخیستل او د کاربن د تولید کچه څاري.

GSMA د پاریس تړون لخوا د کاربن د تولید د ټاکلې اندازې او د اقلیمي بدلون د واقعیتونو په اړه د ساینس له دریځ څخه ملاتړ کوي. ام ټي ان د  GSMA د اقلیمي بدلونو پر وړاندې د عمل له ځانګړو غړو څخه دی او د موبایل په صنعت کې به د شین کوریزه ګازونو د تولید کچه صفر ته راټیټه کړي. له دې کار څخه موخه د تلپاتې او له شین کوریزه ګازونو څخه د پاکې راتلونکې رامنځته کول دي.

ښاغلي موپیتا د خپلو خبرو په پای کې وویل: ” موږ د ام ټي ان په تاریخ کې د نوي څپرکي پرانیستې ته ډېر خوښ یو او خپلو مخابراتي خدمتونو ته باید دوام ورکړو. موږ به په افریقا او منځني ختیځ کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د راکمولو لپاره ګټور او رغنده رول ادا کړو، له همدې کبله موږ تر 2040م کال پورې صفر ته د شین کوریزو ګازونو د رسولو موخې ته ژمن یو.”

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په ۱۹۹۴م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري.

ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو. د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په اړیکه کې شئ او ام ټي ان په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ!
https://twitter.com/mtnaf

https://www.instagram.com/MTNAF/

https://www.facebook.com/MTN.afghanistan

 د چټکو ارتباطاتو اپلېکېشن ایوبا

د چټکو ارتباطاتو اپلېکېشن ایوبا خپلو کاروونکو ته د خصوصي حریم د خوندیتوب او د ځوانانو لپاره د مطالبو د ګټورتوب ډاډ ورکوي

لکه څرنګه چې د خلکو ترمنځ په چټک ډول د پیغام استولو څخه ګټه اخیستنه ورځ تر بلې ډیریږي نو ډیری خلک د ایوبا اپلېکېشن غوره کوي. ام ټي ان ګروپ له دغه بې ساري اپلېکېشن سره د ملګرتیا ویاړ لري او په ټولو هغو هېوادونو کې چې ام ټي ان پکې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي د کاروونکو لپاره د هغوی په اصلي ژبه د لاسرسي وړ دی.

ایوبا اپلېکېشن په 2019م کال کې کم لګښته ارتباطاتو ته د لاسرسي د ښه والي په موخه جوړ شو، دا اپلېکېشن د ام ټي ان تر مخابراتي پوښښ لاندې په 17 مارکېټونو کې فعال دی. همداراز ایوبا اپلېکېشن په ځیرکو موبایلونو کې د ګوګل پلې او د ایوبا ویب سایټ www.ayoba.me له لارې  د ډانلوډ وړ دی، چې د مخاطبینو د خوښې وړ مطالب پکې خپریږي.

ایوبا اپلېکېشن د کاروونکو په محرمیت او امنیت باندې تمرکز کوي. دا هیڅ امکان نه لري چې د اپلېکېشن له لارې لېږل شوي او ترلاسه شوي پیغامونه د ام ټي ان په ګډون د درېیم شخص لخوا ولوستل شي او یا شریک کړل شي. دا اپلېکېشن په مستقیم ډول د دوه کسانو ترمنځ د پیغام استولو ځانکړنه لري، چې د (end-to-end) کوډ ایښودلو په وسیله خوندي شوې ده.   ایوبا د خصوصي حریم اړوند خپلې پالیسۍ ته په پام سره د کاروونکي له معلوماتو سره په بشپړ دقت او درناوي چلند کوي.

د ایوبا اپلېکېشن په چینلونو کې ټول مطالب په دقت سره بیا کتل کیږي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې  مطالب ٪100 د کورنۍ، ملګرو او ځوانو کاروونکو لپاره مناسب دي. د ایډیټرانو یوه ډله  هره ورځ د ایوبا د مطالبو په 100 او د ګیمونو په 120 چینلونو کې ټول مطالب له خپرېدو وړاندې ارزوي.

همداراز ایوبا د ایا (Aya) په نوم یو مرستندویه اپلېکېشن جوړ کړی دی، تر څو نویو کاروونکو ته د چټکو ارتباطاتو اپلېکېشن (ایوبا) د کارولو د لارو چارو په اړه لارښوونه وکړي. ایا (Aya) په خپل کاره توګه په اپلېکېشن کې را څرګندیږي او کولای شي د ایوبا د مهمو ځانګړنو په اړه لارښوونې وکړي.

کاروونکي کولای شي په خوندي ډول پیغامونه واستوي او ترلاسه کړي، انځورونه، ویډیوګانې، فایلونه، غږیز کلیپونه او خپل موقعیت واستوي، همداراز په ژوندیو چینلونو کې ګډون وکړي. د خلکو په ژبه برابر شوي مطالب په دې چینلونو کې د لاسرسي وړ دي، چې اساسي موخه یې بوختیا، روزنه او د ټولنې پیاوړي کول دي.

د 2020م کال را پدېخوا، کله چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو، ایوبا اپلېکېشن د ام ټي ان شبکې له لارې کاروونکو ته هره ورځ ټاکلې اندازه وړیا انټرنټ ورکوي تر څو هغوی وکولای شي په وړیا ډول د خپلې کورنۍ له غړو سره په اړیکه کې شي. همداراز ایوبا اپلېکېشن خپلو کاروونکو ته د کرونا د ځانکړو چینلونو له لارې په وړیا ډول د کرونا ویروس په اړه کره او باوري معلوماتو ته د لاسرسي زمینه برابر کړې ده.

له ایوبا څخه د کټې اخیستنې لس دلایل:

  1. وړیا ګټه اخیستنه: ایوبا وړیا اپلیکیشن دی. تاسو انټرنټ ته اړتیا لرئ تر څو خپلو مخاطبینو ته پیغامونه او فایلونه واستوئ، مګر که چېرې تاسو د ام ټي ان پیرودونکي یاست، تاسو به هره ورځ د ایوبا اپلېکېشن څخه د ګټې اخیستنې لپاره وړیا انټرنټ ترلاسه کړئ.
  2. همدا اوس چت وکړئ: خپلو مخاطبینو ته په دوامداره ډول لیکلي او غږیز پیغامونه واستوئ او تر لاسه کړئ.
  3. خونديتوب: د (end-to-end) کوډ اېښودنې معنا دا ده چې درېیم شخص نه شي کولای ستاسو پيغامونه ولولي.
  4. په چټک ډول اړیکه نیول: له خپلې اوسنۍ پتې څخه په ګټې اخیستلو له مخاطبینو سره په آسانه او چټک ډول ونښلئ.
  5. له محدودیت پرته چت وکړئ: د خپلو اړیکو په لېست کې شاملو کسانو ته لیکلي پیغامونه واستوئ، توپير نه کوي چې هغوی ایوبا انسټال کړې ده او که نه. که چېرې ستاسو مخاطب ایوبا اپلېکېشن نه وي انسټال کړی هغه ته به لیکلی پیغام د SMS له لارې واستول شي. مخاطب کولای شي پیغام ته د SMS له لارې ځواب ورکړي او تاسو به د هغه پیغام د ایوبا اپلېکېشن له لارې ترلاسه کړئ.
  6. ډله ییز چټ: څومره ډېر، هومره ښه! ډله ییز چټ پیل کړئ او په اسانۍ له خپلو ملګرو او کورنۍ له غړو سره په اړیکه کې شئ.
  7. شریکول پاملرنه ده: له خپلو مخاطبینو سره ویډیوګانې، انځورونه، غږیز کلیپونه او نور فایلونو شریک کړئ.
  8. راځئ چې سره ووینو: په ایوبا کې له خپلو مخاطبینو سره خپل کره موقعیت شریک کړئ.
  9. چینلونه: له ایوبا اپلېکېشن سره بیلابیلو مطالبو لکه: خبرونو، سندرو، سپورټي، معلوماتي او تفریحي مطالبو او داسې نورو ته لاسرسی ومومئ.
  10. غوږ ونیسئ او لوبې ترسره کړئ: موږ د ایوبا په اپلېکېشن کې د سندرو وړیا خدمت لرو تاسو کولای شئ خپل د خوښې وړ په زړه پورې سندرې واورئ. همدا راز موږ په دې اپلېکېشن کې بیلابیلې لوبې لرو د بیلګې په ډول: جنګي لوبې، پین بال، یو کسیزه لوبې او داسې نور. د یادولو وړ ده چې په دې اپلېکېشن کې هره ورځ نوي او په زړه پورې مطالب اضافه کیږي.

ایوبا اپلېکېشن په هغو هېوادونو کې چې ام ټي ان پکې خپل مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي د انګلېسي، پښتو، دري، فرانسوي او عربي ژبو په ګډون په 23 ژبو کارول کیږي. ایوبا اپلېکېشن د 2020م کال د جون میاشتې تر وروستیو پورې 2 میلیونه فعال کاروونکي درلودل.

د ایوبا اپلېکېشن په اړه:

ایوبا په چټک ډول د پیغام استولو یو وړیا اپلېکېشن دی، چې د SIMFY AFRICA شرکت په واسطه جوړ شوی او مرکز یې د جنوبي افریقا په پلازمینه کیپ ټاون کې موقعیت لري.

په ایوبا اپلېکېشن کې له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل شوې ده چې په مرسته به یې کاروونکي وکولای شي د موبایل له لارې له هر چا سره په اړیکه کې شي، حتی له هغو کسانو سره هم اړیکه نیولای شي چې د ایوبا اپلېکېشن ونه لري. د لومړنۍ تبلیغاتي دورې په لړ کې دا اپلېکېشن په ټاکلو مخابراتي شبکو کې په وړیا ډول د لاسرسي وړ دی. ایوبا د لومړي ځل لپاره د 2019م کال د مې میاشتې په 4 مه نېټه له ام ټي ان سره خپله ستراتیژیکه ملګرتیا پیل کړه.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په ۱۹۹۴م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري.

ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په اړیکه کې شئ او ام ټي ان په ټولنیزو شبکو کې وڅارئ!

https://twitter.com/mtnaf

https://www.instagram.com/MTNAF/

https://www.facebook.com/MTN.Afghanistan

https://www.linkedin.com/company/mtn-afghanistan

https://www.mtn.com.af

ام ټي ان د افریقا د غوره مخابراتي کمپنۍ په توګه وپېژندل شو

ام ټي ان خوښ دی  چې د مصرف کوونکو د ځوابونو په آساس ام ټي ان د افریقا د غوره مخابراتي کمپنۍ په توګه د پېژندلو اعلان کوي، په ۲۰۲۰ کال کې د افریقا د غوره برنډ په اړه د نظر پوښتنې پایله د یکشنبې په ورځ له خلکو سره شریکه شوه. همدا راز ام ټي ان د افریقا د غوره مخابراتي کمپنۍ په درجه بندۍ یوازینۍ کمپنۍ ده.

دا سروې چې په ۲۷ هېوادونو کې تر سره شوې ده د افریقا د ۸۰ سلنه نفوس او ناخالص داخلي تولید استازیتوب کوي. ام ټي ان ګروپ اوس د افریقا لویې وچې یو تر ټولو غوره برنډ په توګه ګڼل کیږي. د ام ټي ان مومو خدمت چې له هغې لارې ام ټي ان ۳۵ میلیونه افریقایانو  لپاره مالي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړی د  افریقا یو تر ټولو غوره برنډ دی. همدا راز ام ټي ان ګروپ د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کوونکو په قطار خپله لومړۍ درجه ساتلې ده.

د ام ټي ان ګروپ رییس Rob Shuter وویل: « موږ ډېر خوښ یو چې دا ورځ د افریقا لویې وچې د ورځې په توګه لمانځل کیږي، دوی د ډیجیټل شبکو  د لا ښه کولو لپاره زموږ د کارونو ستاینه کوي، پيرودونکي د غږیزو خدمتونو پر ځای د انټرنټ له لارې ډیجیټل او مالي خدمتونو څخه د ګټه اخیستلو لپاره هڅوي .

په مارکېټ کې د غوره برنډ د ویاړ تر لاسه کول زموږ د روښانه ستراتیژۍ یو تر ټولو حساسه برخه ده. زه غواړم له خپلو پیرودونکو او ټولنې څخه د دې لپاره چې په موږ یې باور وکړ ډېره مننه کوم. دا موږ لا نور هم هڅوي چې سخت کار وکړو، ځکه هر څوک د عصري ارتباطاتو څخه د ګټې اخیستنې حق لري.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په ۱۹۹۴م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په اړیکه کې شئ:

Nompilo Morafo | Nompilo.morafo@mtn.com

موږ وڅارئ:

www.twitter.com/MTNGroup

www.linkedin.com/company/mtn

د کرونا ویروس په اړه تازه خبرونه

بدبختانه کوویډ ۱۹ یا کرونا ویروس د نړیوالې وبا په توګه موږ  ټولو ته یوه نوې پدیده ده چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپره شوې ده.

موږ ټول په دې هڅه کې یو چې خپل ټول معلومات چې اوسمهال یې خلک په اړه پوښتنې کوي له نړیوالې ټولنې سره شریک کړو تر څو په حوصله مندۍ سره د دې ناروغۍ  د خپرېدو مخنیوی او درملنه وکړو.

دا ډېر فوق العاده وخت دی، ټول خلک په ام ټي ان باندې د یوې نړیوالې شبکې په توګه حساب کوي نو لازمه ده چې په دې وخت کې باید ښه کارونه تر سره کړي.

رونا ویروس د ټولې نړۍ په وګړو او ملتونو باندې اغیز کړی دی.

موږ د خپلو شریکانو د خوندیتوب د ډاډمن کولو لپاره جدي احتیاطي تدابیر په نظر کې نیولي دي

له بده مرغه، وړاندوینې ښیي چې دا ویروس به زموږ د مارکېټ په ګډون په ټوله نړۍ کې خپور شي موږ باید د دې ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره چمتوالی ولرو.

موږ د خپلو شریکانو د خوندیتوب د ډاډمن کولو لپاره جدي احتیاطي تدابیر په نظر کې نیولي دي لکه پیرودونکي، کارکوونکي او هغه ټولنې چې دا وبا پکې خپره شوې ده. سر بېره پر دې موږ په دوامداره توګه هڅه کوو چې له خپلو بیلا بیلو شریکانو سره خپلو اړیکې ښې کړو تر څو زموږ ټول شریکان خبر شي چې موږ له دې وبا سره څه ډول مبارزه کوو.

د کرونا ویروس په اړه د ام ټي ان د عمومي رییس پیغام

د کرونا ویروس په اړه د ام ټي ان د عمومي رییس پیغام

بدبختانه کوویډ ۱۹ یا کرونا ویروس د نړیوالې وبا په توګه موږ  ټولو ته یوه نوې پدیده ده چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپره شوې ده.

موږ ټول په دې هڅه کې یو چې خپل ټول معلومات چې اوسمهال یې خلک په اړه پوښتنې کوي له نړیوالې ټولنې سره شریک کړو تر څو په حوصله مندۍ سره د دې ناروغۍ  د خپرېدو مخنیوی او درملنه وکړو.

دا ډېر فوق العاده وخت دی، ټول خلک په ام ټي ان باندې د یوې نړیوالې شبکې په توګه حساب کوي نو لازمه ده چې په دې وخت کې باید ښه کارونه تر سره کړي.

کرونا ویروس د ټولې نړۍ په وګړو او ملتونو باندې اغیز کړی دی.  موږ پوهیږو چې دا ویروس ساري دی او د والګي په نسبت د مړینې کچه یې هم لوړه ده او په ډېر عمر لرونکو اشخاصو په ځانکړي ډول په هغو کسانو چې هاضمي ناروغۍ ولري ډېر اغیز کوي.

له بده مرغه، وړاندوینې ښیي چې دا ویروس به زموږ د مارکېټ په ګډون په ټوله نړۍ کې خپور شي موږ باید د دې ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره چمتوالی ولرو. ټوله نړۍ په دې سلا ده چې اوسمهال د دې ویروس پر وړاندې د مبارزې تر ټولو غوره لار دا ده چې په دې ویروس د خلکو د اخته کېدو کچه را ټیټه شي چې په پایله کې به یې د خلکو ژوند وژغورل شي،  د واکسین د جوړولو لپاره به وخت پیدا شي او د روغتیا په سکټور به هم فشار کم شي.

دې ستراتیژۍ ته په پام سره موږ وینو چې په نړۍ کې د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځینې احتیاطي تدابیر په نظر کې نیول شوي دي د بیلګې په ډول: په حفظ الصحه باندې تمرکز کول، په سفرونو باندې بندیز لګول، د پوهنتونونو او ښوونځیو تړل، په غونډو باندې محدودویتونه لګول او له کور څخه په کار کولو باندې ټینګار کول شامل دي.

په دې کړکیچین وخت کې د خدمتونو وړاندې کول ستونزمن کار دی نو له دې کبله زموږ لومړیتوب دا ده چې د شبکې د کار دوام، وسایلو ته لاسرسی او د ظرفیت لوړول یقیني کړو. موږ اړ یو چې د اړیکو دا چراغ په هره بیه روښانه وساتو.

زموږ لومړی لومړیتوب ستاسو د کورنۍ او ملګرو روغتیا ده. موږ ژمن یو چې له تاسو څخه ساتنه وکړو چې په بدل کې به یې د ام ټي ان له دفترونو بیرون ستاسو د دوستانو خوندیتوب ډاډمن شي.

نو دلته اړینه ده چې موږ باید د نړیوالې ستراتیژۍ( منحني صافه کړئ) له لارښوونو څخه ګټه واخلو.

نو له دې کبله موږ په ټول ګروپ کې لاندې احتیاطي تدابیر عملي کوو:

په حفظ الصحې او قرنطین باندې دوامدار تمرکز کول

  • په نړیوالو سفرونو په بشپړه توګه بندیز لګول او تر خپلې وسې پورې د کورنیو سفرونو شمېر را کمول
  • په خپلو ټولو دفترونو کې د ناروغو کسانو د بدن د حرارت درجې د معلومولو آسانتیاوې برابرول
  • ټول عمومي رییسان مکلف دي چې د خپلو سیمو حالاتو ته په پام سره له کور څخه په کار کولو باندې ټینګار وکړي او  آسانتیاوې ورته برابرې کړي.
  • موږ د کرونا ویروس په اړه ستاسو د هر ډول اندیښنو او پوښتنو لپاره یو برښنالیک (covid19@mtn.com) جوړ کړی دی – په شروع کې له خپل مدیر سره خبرې وکړئ
  • په دې کې هیڅ شک نشته چې کرونا ویروس زموږ ټولنه ګواښي، مګر په هم مهاله ډول دا زموږ ټولیزه او په لومړۍ کرښه کې زموږ د همکارونو توانایي ښیي.
  • ۲۰۲۰ کال د پرمختګ، چټکتیا او یو ځای والي کال دی، سر بېره پر دې کرونا ویروس به په دې کال لوی اغیز وکړي، اوس هم دا د راتلونکو کلونو لپاره غوره ارزښتونو دي نو ځکه باید د ام ټي ان د یووالي روحیې ته په پام سره تعینونکي ګامونه واخلو.
  • په مهربانۍ سره د ام ټي ان د یووالي روحیې ته په کتو د خپل ځان، کورنۍ او ملګرو د خوندیتوب او روغتیا لپاره خپلې ټولې هڅې وکړئ.

د کرونا ویروس په ا ړه په مسلسل ډول پوښتل شوې پوښتنې

لاندې ځینې په مسلسل ډول پوښتل شوې پوښتنې دي چې ام ټي ان له کرونا ویروس سره څه ډول مبارزه کوي

کار ځای

آیا ام ټي ان ګروپ د خپل کوم کارکوونکی په کرونا ویروس د اخته کېدو پیښه ثبت کړې ده؟

ام ټي ان په ایرانسل شبکه کې په کرونا ویروس د خپلو ۷ کارکوونکو د اخته کېدو په اړه راپور ور کړی دی.

د ام ټي ان تر پوښښ لاندې سیمو کې ایران د دې ویروس په واسطه ډېر ځپل شوی دی.

آیا ام ټي ان د ایران په ډول هېوادونو کې خپل دفترونه تړلي دي؟

هو، ام ټي ان ایرانسل خپل دفترونه تړلي دي. او کارکوونکي یې له کور څخه کار کوي.

د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ستاسو کمپنۍ کوم احتیاطي تدابیر په نظر کې نیولي دي؟

د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره مو بیلا بیل احتیاطي تدابیر په نظر کې نیولي دي.

  • له کور څخه کار کول
  • د مکروب ضد مایع برابرول
  • په خپلو ځینو دفترونو کې د وجود د حرارت درجې د معلومولو آسانتیاوې برابرول
  • په سیمه اییزو او نړیوالو سفرونو د محدودیتونو لګول
  • د کارکوونکو لپاره د پستي صندوق جوړول تر څو هغوی خپلې اندیښنې او غوښتنې زموږ سره شریکې کړي.

لکه څرنګه چې د ام ټي ان کارکوونکي له کور څخه کار کوي نو د پيرودونکو د خدمتونو مرکز لپاره کومه حل لاره شتون لري؟

ام ټي ان  د پیرودونکو د خدمتونو مرکزونه به په عادي ډول خپلو چارو ته دوام ور کوي.

په سفرونو بندیزونه به تر کوم وخت پورې دوام ولري؟

په سفرونو د بندیزونو وخت به د روغتیا نړیوال سازمان او د اړوندو هېوادونو د روغتیا وزارتونو لخوا مشخص شي.

د ام ټي ان چارې

ستاسو په چارو به یې اغیز څه وي؟ پیرودونکي به څه ډول اغیزمن کړي؟

د ام ټي ان په چارو یې تر اوسه کوم اغیز نه دی کړی. دا زموږ لپاره ډېر زیات ارزښت لري چې د دې وبا پر مهال د خپلې شبکې اعتبار او ثبات وساتو.

په داسې حال کې چې ټول د دې کار په هڅه کې دي آیا ستاسو  په اوسنیو ونډو کې زیاتوالی راغلی دی؟

موږ هم په جمعي ډول خپلې ټولې هڅې کوو تر څو د سوداګرۍ دوام یقیني کړو. په دې کړکیچین وخت کې د خدمتونو وړاندې کول ستونزمن کار دي نو له دې کبله زموږ لومړیتوب دا ده چې د شبکې د کار دوام، وسایلو ته لاسرسی او د ظرفیت لوړول یقیني کړو.

آیا افریقایي مخابراتي شبکو داسې معلومات تر لاسه کړي دي چې د ځیرکو موبایلونو عرضه کول کم شوي دي؟

د ام ټي ان د ځیرکو موبایلونو پلورونکو راپور ور کړی دی چې کرونا ویروس د دې موبایلونو په راکړې ورکړې اغیز کړي موږ له دوی سره په داسې پلان کار کوو چې د خطر تاوان کچه راکمه  کړي.

کرونا ویروس ستاسو په سوداګرۍ څه ډول اغیز کړی دی؟

موږ د خپلو توکو د عرضه کولو په برخه کې د احتمالي تهدایداتو د مخنیوي لپاره پیاوړی پلان جوړ کړی دی، نو له دې کبله دا به زموږ د چارو په ځنډني کولو باندې ډېر کم اغیز وکړي.

د ام ټي ان پیرودونکي او ټولنه

آیا د ام ټي ان شبکه به وکولای شي له هغو خلکو څخه ملاتړ وکړي چې د قرنطین پر مهال له کور څخه کار کوي؟

یقیناً، زموږ د شبکې موثریت او پراخوالی یقیني دی.

آیا ام ټي ان به د هغو خلکو لپاره چې د قرنطین په وخت کې له کور څخه کار کوي او د خپل موبایل له انټرنټ او دقیقو څخه ګټه اخلي په ټیټه بیه انټرنټ او د اړیکو لپاره دقیقې برابري کړي؟

موږ پوهیږو چې پیرودونکي له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوي دي نو له دې کبله موږ دوی ته په اړیکه کې د پاتې کېدو لارې چارې ښودلې دي.

آیا ام ټي ان به له پوهنتونو او ښوونځیو څخه د انلاین زده کړو په برخه کې مرسته وکړي؟

موږ په دې نامعلوم وخت له ښوونیزو ادارو څخه د انلاین زده کړو په برخه کې د ملاتړ تر سره کولو لپاره بیلا بیلې  لارې چارې ښودلې دي.

ام ټي ان افغانستان د مو مو خدمت پیل کړ

ام ټي ان افغانستان د مو مو خدمت پیل کړ

ام ټي ان د 2020 کال د جنوري میاشتې په نهمه نېټه د موبایل له لارې د مالي خدمتونو وړاندې کول (مومو) پرانیست او تر دې وروسته په بشپړه توګه د ګټې اخستنې وړ دی.  پیرودونکي کولای شي د “مومو” له لارې پیسې واستوي او تر لاسه کړي، په خپل “مومو” حساب کې پیسې ذخیره کړي سربېره پر دې د توکو او خدمتونو د پيرلو په بدل کې د مومو له لارې پیسې ادا کړي.

د مومو خدمت د پیل اعلان داسې مهال کیږي چې ام ټي ان د افغانستان بانک په ګډون له ټولو اړوندو ادارو سره د مومو اړوند ټول قانوني پړاوونه بشپړ کړي دي.

د ام ټي ان مشرتابه د خپلو ټولو شریکانو د هر اړخیزو هڅو له مثبتې پایلې څخه خوښ دی او هڅه کوي چې مومو ټولو پیرودونکو ته د USSD *222# مینو له لارې د لاسرسي وړ وګرځوي او په نږدې راتلونکي کې به د MyMTNA اپلیکیشن له لارې هم د لاسرسي وړ وګرځي.

د ام ټي ان افغانستان عمومي رییس عباد رضا د مومو د پرانیستې په مراسمو کې وویل: “د مومو خدمت پیل د ام ټي ان په ستراتیژۍ کې یو بنسټیز ګام دی، چې په افغانستان کې د لا ډېرې پانګونې او د الکترونیکي اقتصاد په دودولو سره د اداینو په برخه کې د آسانتیاوو د را منځته کولو لپاره د ام ټي ان ژمنتیا ښیي همدا شان مومو د بلونو د ورکړې لپاره تر ټولو غوره لار ده.”

دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رییس داکټر عبدالله عبدالله د ام ټي ان مومو په پرانیستغونډه کې وویل: “د مومو (Mobile Money) خدمتونو پیل د ډیجیټلي مالي خدمتونو په برخه کې خورا مهم ګام دی، دغه پروژه د الکترونیکي مالي خدمتونو په وده کې، له مالي فساد سره د مبارزې په برخه کې، د افغانانو د اقتصاد په پیاوړتیا او ګڼو نورو برخو کې خورا ګټوره ده او زه د افغانستان د حکومت په استازولۍ د ام ټي ان مخابراتي شبکې له مشرتابه څخه د دوی د ارزښتمنو خدمتونو له وړاندې کولو څخه مننه کوم او له دوی غواړم چې افغانستان ته د یوه دایمي ملګري په سترګه وګوري، زموږ ژمنه دا ده چې دوی ته به د هر ډول پانګونې زمینه او آسانتیاوې برابرې کړو. “

په همدې ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د مومو د خدمتونو پیل د ډیجیټلي ټولنې او اقتصاد پر لور یو اغېزناک ګام وباله او زیاته یې کړه: ” د مومو خدمتونو په پراخېدو سره مالي ډیجیټلي خدمتونه پراختیا موموي او په ادارو کې له مالي فساد څخه مخنیوی کېږي. “

همدا راز د افغانستان بانک د عمومي نظارت د ریاست مرستیال ښاغلي سید محسن سادات هم د ام ټی ان دغه ګام په مالي معاملاتو کې د روڼتیا لپاره خورا ګټور وباله او زیاته یې کړه چې د (Mobile Money) د خدمتونو په دودېدو سره به لا زیاته روڼتیا را منځته شي.

په همدې ډول د اترا ادارې تخنیکي مرستیال او سرپرست انجنیر نقیب الله سېلاب په خپلو خبرو کې وویل: “ام ټي ان د (Mobile Money) خدمتونو په وړاندې کولو کې کافي تجربه لري، موږ ډاډه یو چې د مومو خدمتونو په پیلېدو سره به د مالي معاملاتو په برخه کې شته ستونزې اوارې شي. “

په لومړي پړاو کې به مومو یواځې د ام ټي ان پیرودونکو لپاره د لاسرسي وړ وي او لومړني خدمتونه به وړاندې کوي، خو زموږ ژمنه لا ډېر نوښتونه دي  چې له هغوی څخه موخه د افغانستان خلکو ته د برښنایي اقتصاد د لا ډېرو خدمتونو وړاندې کول دي.

د مومو کاروونکي بانکي حساب ته اړتیا نه لري، خو عمر یې باید ۱۸ کاله او یا له هغې زیات وي او د هویت معتبر سند ولري. همدا راز ټاکل شويو وړاندیزونو ته د لاسرسي لپاره د مومو کاروونکی باید د ام ټي ان فعال پیرودونکی وي.

په لومړي پړاو کې کاروونکي له مومو څخه په لاندې برخو کې ګټه اخیستلای شي:

  • ټولو داخلي شمېرو ته د پیسو استول
  • د پیسو ترلاسه کول
  • د کرېډټو پیرل، د غږیزو، انټرنټ او لیکلو پیغامونو بکسې او په زړه پورې وړاندیزونو فعالول
  • د موبایل له لارې د برښنا بل ادا کول
  • د ام ټي ان د خدمتونو په ټولو څانګو کې او یا د مومو د استازي په مرسته د پیسو لېږد رالېږد
  • له مومو څخه بانکي حساب ته د پیسو استول او له بانکي حساب څخه مومو ته

د حساب تر ټولو کمې اندازې ته اړتیا نشته او میاشتنی مالي فیس هم نه پلی کیږي.

د ام ټي ان پیرودونکي کولای شي په مجوزو پلورنځیو کې د مومو له لارې توکي وپیري او د کرېډټو، غږیزو او انټرنټ بکسو په پیرلو سره ۵۰ سلنه وړیا ګټې تر لاسه کړي. کله چې معامله په بریالیتوب سره ترسره شي استوونکي او ترلاسه کوونکي ته په وړیا ډول د لیکلي پیغام خبرتیا استول کېږي.

پیرودونکي باید په خدمت کې د ګډون لپاره د ام ټي ان د خدمتونو تر ټولو نږدې څانګې یا د مومو استازي ته مراجعه وکړي او یا د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ام ټي ان د پیرودونکو د خدمتونو له مرکز (779) سره اړیکه ونیسي یا د ام  ټي ان افغانستان له ویب سایټ څخه لیدنه وکړي.

ام ټي ان ګروپ ټینګه اراده لري چې جنسیتي توپیرونه له منځته یوسي

ام ټي ان ګروپ ټینګه اراده لري چې جنسیتي توپیرونه له منځته یوسي

جهانسبورګ- ام ټي ان ګروپ د ملګرو ملتونو د ښځو د ځواکمنتیا اصول لاسلیک کړل، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د دې اصولو لاسلیکول  جنسیتي برابرۍ او د ښځو ځواکمنتیا ته زموږ د کلکې ژمنې ښودونکي دي.

دا اصول په کارځایونو او ټولنه کې د ښځو د ځواکمنتیا په اړه لارښوونې وړاندې کوي. ام ټي ان ګروپ په دې باور دی چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ هڅه کوي چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ جنسیتي توپیرونه له منځه یوسي او په خپلو د پوښښ لاندې سیمو کې شته نابرابري له منځه یوسي.

جنسیتي ځواکمنتیا د ام ټي ان مخابراتي شرکت یوه آساسي ستراتیژي ده چې په خپلو د پوښښ لاندې سیمو کې یې پرې پانګونه کوي.

د ښځو او انجونو د ځواکمنتیا لپاره باید په هغو سیمو کې چې موږ مخابراتي خدمتونه پکې وړاندې کوو اغیزمنه همکاري تر سره شي. په دې نوښت کې باید د ښځو د کاري ظرفیت لوړول، له ای سي ټي، کوډ اښودلو، روباټیک ، پروګرام کولو او کمپیوټر سره د ښځو آشنا کول شامل وي.

په ۲۰۱۹ کال کې د GSMA Mobile Gender Gap د راپور پر آساس ښځې په کم او یا متوسط عاید لرونکي هېوادونو کې د نارینه وو په پرتله ۱۰ سلنه د موبایل لرلو کم چانس لري او ۲۳ سلنه انټرنټ ته د لاسرسي په برخه کې کم چانس لري.

ام ټي ان ګروپ په بشپړ ډول د ښځو د ځواکمنتیا اصولو ته ژمن دی، چې د عملي کولو په صورت کې یې د افریقا له لویې وچې سر بېره د نورو سیمو د خلکو په ژوند کې مثبت تغیرات رامنځته کیدای شي. د ام ټي ان ګروپ رییس Rob Shuter په دې اړه وویل: «  که چېرې د GSMA Mobile Gender Gap موندنو ته هیڅ پام ونه کړو د ښځو پر وړاندې موجوده تهدیدات به په ټولنه او اقتصاد باندې ناوړه اغیز وکړي. له دې ټولو مهم دا چې دا موږ ته د ویاړ ځای دی چې موږ د افریقایي ټولنې سره په ګډه د ښځو په اقتصادي او مالي پیاوړتیا باندې تمرکز کوو.

د دې ژمنتیا او ستراتیژیکې ملګرتیا په لړ کې ام ټي ان قصد لري چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو  پر وړاندې د شته نابرابرۍ او موانعو پر وړاندې چې د ښځو د ګډون کچه یې را کمه کړې ده کلکه مبارزه وکړي تر څو ښځې د ډیجیټل نړۍ له ګټو څخه برخمنې شي.

تر څو موږ ډاډمن شو چې ښځې د پوهېدو لپاره اړین مهارتونه لري او د ډیجیټل نړۍ له ګټو څخه په بشپړ ډول ګټه اخلي.

ام ټي ان د افریقایي ټولنې له هغې ژمنتیا څخه په کلکه ملاتړ کوي چې د جنسیتي نابرابرۍ د لمنځه وړلو لپاره یې لري. موږ غواړو دا فکر  له خلکو سره شریک کړو چې ښځې باید وکولای شي زموږ د لویې وچې په پرمختګ کې فعال رول ولري.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په 1994 م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل 240 میلیونه پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره اړیکه ونیسئ:

Nompilo Morafo on +27 (0) 83 212 4022 | Nompilo.morafo@mtn.com

Karen Byamugisha on +27 (0) 83 214 3685 | Karen.byamugisha@mtn.com

موږ وڅارئ:

www.twitter.com/MTNGroup

www.linkedin.com/company/mtn

ام ټي ان ګروپ په ۲۰۱۹ کال کې ۱۴ بیلیونه افریقایي روپۍ د خرڅلاو له اړخه مرستې تر سره کړې دي

ام ټي ان ګروپ په ۲۰۱۹ کال کې  ۱۴ بیلیونه افریقایي روپۍ د خرڅلاو له اړخه مرستې تر سره کړې دي

جهانسبورګ- ام ټي ان د ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې خپل د مرستو د پروګرام د پیل اعلان وکړ چې آساسي موخه یې د خپلو ونډو ساده کول، د پورونو او خطر کمول، د پورونو د بېرته تر لاسه کولو  او په راتلونکو درې کلونو کې لږ تر لږه د ۱۵ بیلیونه افریقایي روپیو د عوایدو د تر لاسه کولو د پروسې روښانه کول دي.

د دې کال په پیل کې ام ټي ان په Amadeus، Travel start  شرکتونو کې د خپلې ونډې د عوایدو او ۲.۱ بیلیونه افریقایي روپیو پور د تر  لاسه کولو سر بېره اوس د دوې نورې معاملې تر سره کړې چې تر دې مهاله یې د خپل د مرستو د پروګرام له اړخه خپل عواید ۱۴ میلیاردو افریقایي روپیو ته رسولي دي.

په لومړۍ پړاو کې ام ټي ان د ګانا او یوګندا په شرکتونو کې د خپل ۴۹ سلنه سهم د مدیریت کولو لپاره د یوه فرعي امریکایي شرکت سره د ۵۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی دی او وړاندوینه کیږي چې دا تړون به د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربع کې پای ته ورسیږي.

په دوهم پړاو کې ام ټي ان تایید کړ چې ام ټي ان نایجیریا د ام ټي ان ګروپ سره د خپلو ترجیحي ونډو بیرته ادا کول چې په ۲۰۱۹ کې یې ۳۱۵ میلیونه ډالر  تر لاسه کړي بشپړ کړي دي.

د ام ټي ان ګروپ عمومي رییس Rob Shuter په دې اړه وویل: د دې معاملو په پای ته رسېدو سره به ام ټي ان په راتلونکي ۱۲ میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴ بیلیونه افریقایي روپۍ عواید تر لاسه کړي. د عوایدو د تر لاسه کولو د پروسې ساده کول زموږ له ستراتیژیکو موخو څخه دي او موږ هیله مند یو چې په ۲۰۲۰ کال کې به په دې برخه کې زیات پرمختګ وکړو.

د ام ټي ان ګروپ په اړه:

ام ټي ان ګروپ په 1994 م کال کې په کار پیل وکړ، د مخکښې مخابراتي شبکې په توګه یې د افریقا او منځني ختیځ په 21 هېوادونو کې خپل 240 میلیونه پیرودونکي د روښانه دید په لرلو سره له دیجیټل نړۍ سره نښلولي دي. موږ باور لرو چې هر څوک د ډیجیټل نړۍ له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستلو حق لري. ام ټي ان ګروپ د سویلي افریقا د ونډو په بازار کې د “MTN” په ګډ کوډ سره ثبت دی. موږ د خپلې BRIGHT ستراتیژۍ له مخې ډېر تمرکز د انټرنټ او ډیجیټل سوداګرۍ پر وده کوو.